افغانستان د شیعه مسلمانانو په جومات کښې ځان وژونکي حمله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i170438-افغانستان_د_شیعه_مسلمانانو_په_جومات_کښې_ځان_وژونکي_حمله_وغندله
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو خارجه وزارت د پاکستان د اسلام اباد په «ترلایي» سیمه کښې د شیعه مسلمانانو په یوه جومات او امامباړې کښې د جمعې د لمانځه په وخت د یوه ترهګر لخوا چې د خیبر پښتونخوا سیمې وسیدونکی دی حمله وغندله او د لمونځ ګزارو د شهادت او د ژوبلیدا په هکله یې غمرازي څرګنده کړه.
(last modified 2026-02-06T23:05:36+00:00 )
Feb 07, 2026 03:09 Asia/Kabul
  • افغانستان د شیعه مسلمانانو په جومات کښې ځان وژونکي حمله وغندله

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو خارجه وزارت د پاکستان د اسلام اباد په «ترلایي» سیمه کښې د شیعه مسلمانانو په یوه جومات او امامباړې کښې د جمعې د لمانځه په وخت د یوه ترهګر لخوا چې د خیبر پښتونخوا سیمې وسیدونکی دی حمله وغندله او د لمونځ ګزارو د شهادت او د ژوبلیدا په هکله یې غمرازي څرګنده کړه.

د طالبانو د خارجه وزارت ویاند په یوې خبر پاڼه کښې وویل چې په جوماتونو او په سپیڅلیو مذهبي ځایونو کښې بریدونه د انساني او د اسلامي ارزښتونو پرخلاف کار دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وویل په عبادت ځایونو او عامو خلکو باندې بریدونه کول د نه منلو وړ او د غندلو وړ چاره ده.

د پاکستان د اسلام اباد په ترلايي سیمه کښې د شیعه مسلمانانو په جومات او امامباړې کښې د پرون ورځې د حملې د شهیدانو شمیر یواتیا کسانو ته ورزیات شوی او له سلو څخه زیات کسان ژوبل شوي هم دي چې ځینې پکښې مرګي حاله دي.

د پاکستان شیعه مسلمانانو د ترهګرو ډلو د غړیو د نیولو او هغوې ته د سختې سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

ترهګرې ډلې په پاکستان کښې په رڼا ورځې بریدونه کوي او بې ګناه خلک شهیدان کوي او هغوې نه نیول کیږي.