خوست کې د اورلګېدنې له امله ۳۰۰ څاروي سوځېدلي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i170466-خوست_کې_د_اورلګېدنې_له_امله_۳۰۰_څاروي_سوځېدلي
د خوست ولایت د باک ولسوالۍ اړوند د توطاک په سیمه کې د اورلګېدنې له امله شاوخوا ۳۰۰ څاروي سوځېدلي او ګڼ شمېر نور تلف شوي دي.
(last modified 2026-02-07T08:32:22+00:00 )
Feb 07, 2026 12:59 Asia/Kabul
  • خوست کې د اورلګېدنې له امله ۳۰۰ څاروي سوځېدلي

د خوست ولایت د باک ولسوالۍ اړوند د توطاک په سیمه کې د اورلګېدنې له امله شاوخوا ۳۰۰ څاروي سوځېدلي او ګڼ شمېر نور تلف شوي دي.

د خوست ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یاده پېښه تېره ورځ هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د یادې سیمې په یوه غره کې اور ولګېد او له امله یې ګڼ شمېر څاروي په اور کې ایسار پاتې شول.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دې پېښې مالدارانو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د خوست ولایت مقام رهبرۍ اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې، څو د پېښې کره ارزونه وکړي، د اوښتو زیانونو تثبیت ترسره کړي او د ټپي شویو څارويو د درملنې لپاره بېړني اقدامات عملي کړي.

دغه راز له زیانمنو مالدارانو سره د لازمې همکارۍ ډاډ هم ورکړل شوی دی.