خلیلزاد: افغان طالبان باید امریکایي بندیان خوشي کړي
Feb 07, 2026 12:48 Asia/Kabul
د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې د امریکا او افغان طالبانو ترمنځ په اړیکو کې د پرمختګ مخه د بندیانو د خوشي کیدو مسالې ډب کړې ده.
زلمي خلیل زاد د هند یوه ټلویزیون ته وویل چې واشنګتن په افغانستان کې د لږ تر لږه دوو امریکایي اتباعو د خوشي کېدو غوښتنه کوي.
خلیلزاد له دې رسنۍ سره په مرکه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوه، زیاته کړه چې د طالبانو حکومت له داعش سره د مبارزې په برخه کې د امریکا رضایت ترلاسه کړی دی او د دوی د هڅو په لړ کې د داعش ډېر غړي له افغانستانه وتلي دي چې اوس په پاکستان کې ژوند کوي.
خلیلزاد دا یادونه هم وکړه چې په افغانستان کې د بشري حقونو او د هغو افغانانو د سیاسي رول په اړه اندېښنې په خپل ځای دي چې د طالبانو په حکومت کې نه دي.
ټیګونه