-
په افغانستان کې د ښځینه بندیانو شمېر یو زرو ۸۲۵ ته رسېدلی
Jan 28, 2026 03:33د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د تازه معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د ښځینه بندیانو شمېر د ۴۳۵ سلنه زیاتوالي وروسته یو زرو ۸۲۵ تنو ته رسېدلی دی.
-
طالبانو له درېيو ادارو پرته نور د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ ټولو ادارو جوازونه لغوه کړل
Jan 27, 2026 03:33د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت «د افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ بنسټ»، «افغان مطبوعاتي مرکز» او «د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې» جوازونه تمدید کړي او له دغو درېيو ادارو پرته یې نور د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ ټولو سازمانونو جوازونه لغوه کړي دي.
-
دامهال افغانستان کې له ۶۰۰ قلمه زیات درمل تولیدېږي
Jan 27, 2026 02:56د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي چې دامهال په دې هېواد کې د درملو د تولید ۱۳۰ کارخونې فعالې دي.
-
هرات کې د ټاپي پروژې چارې په چټکۍ سره پرمخ روانې دي
Jan 27, 2026 02:49د هرات سیمهییز چارواکي وایي چې د ټاپي پروژې د ګاز نللیکې د غځولو لپاره په دې ولایت کې ۹۱ کیلومتره مسیر چمتو شوی دی.
-
ننګرهار او دایکندي کې سیند ته د لوېدو او ګاز نیونې پېښو کې ۸ تنه مړه شوي
Jan 26, 2026 08:58د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې سیند ته د لوېدو له امله ۴ ماشومان او دایکندي ولایت مرکز کې د ډبرو سکرو د ګاز نیونې له امله هم څلور تنه مړه شوي دي دي.
-
د افغانستان د هواپېژندنې ادارې په ۲۱ ولایتونو کې د واورو او بارانونو اټکل کړی
Jan 26, 2026 03:54د افغانستان د هوا پېژندنې ریاست د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې نن (دوشنبې) د واورې او باران د اورېدو وړاندوینه کړې ده.
-
د ملګرو ملتونو مرستیالې د طالبانو بهرنیو او کورنیو چارو وزیرانو سره لیدلي
Jan 25, 2026 10:21د ملګرو ملتونو د سرمنشي د سیاسي او سولې چارو مرستیالې، چې پرون کابل ته تللې وه، د سرپرست حکومت د بهرنیو او او کورنیو چارو وزیرانو په ګډون له یو شمېر چارواکو لیدنه او خبرې اترې وکړې.
-
د سالنګ لویه لاره په پنځمه ورځ هم د سختې واورې ورېدنې امله تړلې پاتې ده
Jan 25, 2026 09:14د سرپرست حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویاند وايي، د سالنګ لویه لار د واورې د ډېر ضخامت او د واورې ښوېدنې له امله لا هم تړلې پاتې ده.
-
په افغانستان کې ۲.۲ میلیونه ځوانې نجونې ښوونځي ته له تلو محرومې دي
Jan 25, 2026 08:56د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) او د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، چې په افغانستان کې ۲.۲ میلیونه ځوانې نجونې له منځنیو زده کړو محرومې دي.
-
په افغانستان کې د واورو او ورښتونو د دوام له امله لسګونه کسان خپل ژوند بایللی
Jan 25, 2026 03:35په افغانستان کې د واورو او ورښتونو د وروستۍ څپې له کبله لږترلږه ۶۱ تنه مړه شوي او تر ۱۱۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.