په افغانستان کې د ښځینه بندیانو شمېر یو زرو ۸۲۵ ته رسېدلی
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د تازه معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د ښځینه بندیانو شمېر د ۴۳۵ سلنه زیاتوالي وروسته یو زرو ۸۲۵ تنو ته رسېدلی دی.
د را پورو له مخې؛ دغه ښځې په ۳۴ ولایتونو کې په ۳۴ جلا بندخونو کې ساتل کېږي.
د راپور له مخې، د کابل د ښځو زندان د ښځینه بندیانو تر ټولو لوړه شمېره لري چې ۴۶۹ ښځینه بندیانې په کې دي، او له دې وروسته هرات او بلخ تر ټولو زیاتې ښځینه بندیانې لري.
د طالبانو له واکمنۍ وروسته په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د ټولو بندیانو شمېر ۲۴ زره ۴۴۶ ته لوړ شوی چې له دې جملې یو زرو ۸۲۵ ښځې دي.
د را پورونو له مخې؛ په ټول افغانستان کې ۷۱ بندخونې فعالیت کوي، چې ۳۴ د ښځو او ۳۷ د نارینه وو لپاره ځانګړې شوي. د کابل د ښځو زندان د یوې مرکز په توګه د ۴۶۹ ښځینه بندیانو په لرلو سره د ښځینه بندیانو تر ټولو لوړه شمېره لري.