هرات کې د ټاپي پروژې چارې په چټکۍ سره پرمخ روانې دي
Jan 27, 2026 02:49 Asia/Kabul
د هرات سیمهییز چارواکي وایي چې د ټاپي پروژې د ګاز نللیکې د غځولو لپاره په دې ولایت کې ۹۱ کیلومتره مسیر چمتو شوی دی.
د پروژې د چارو پر پرمختګ د هرات والي مولانا اسلامجار د ترکمنستان له جنرال قنسول بګنج عبداللهیوف سره په لیدنه کې خوښي څرګنده کړې ده.
د چارواکو په خبره، د دغه مسیر په اوږدو کې د عملي چارو د اسانتیا لپاره څو کاري کمپونه هم جوړ شوي دي.
د ترکمنستان جنرال قنسول ډاډ ورکړی چې د پلانونو له مخې به د پروژې کار په هرات کې د روان کال تر پایه بشپړ شي.
د ټاپي پروژې د ګاز نللیکه له ترکمنستانه د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته غځېږي چې ټول اوږدوالی یې ۱۸۰۰ کیلومتره دی، له دې ډلې ۸۱۶ کیلومتره یې د افغانستان له خاورې تېرېږي.
ټیګونه