-
امریکا له اټومي مسلې پرته په خبرو کښې بله موضوع نه ده مطرح کړي
Apr 21, 2025 00:35زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د امریکا او د ایران د غیر مستقیمو خبرو اترو په هکله وویل: خبرې له اټومي مسائیلو سره اړونده دي او بله موضوع نه منو.
-
پوتین د ايسټر پر مهال له اوکرايين سره د اوربند اعلان کړی
Apr 20, 2025 02:49زمونږ خبریال راپور راکړی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، خپلو ځواکونو ته يې امر کړی چې په اوکرایین کې "ټول پوځي فعالیتونه ودروي" او په وينا يې دا ۳۰ ساعته د "ایسټر اوربند" به د یکشنبې تر پایه دوام وکړي.
-
په تل اویو کښې د لومړي وزیر پرضد سترې مظاهرې کیدونکي دي
Apr 20, 2025 02:38مهر خبري اژانس راپور راکړی د اسرائیلو د بندیانو کورنیو د لومړي وزیر نتانیاهو پرضد په پراخو مظاهرو کښې د ګډون او له غزې تړانګې څخه د بندیانو د خوشي کولو د ملاتړ لپاره د غونډې د ترسره کولو غوښتنه وکړه.
-
روسیې د کورسک سیمې نهه نوي فیصده خاوره ازاده کړي ده
Apr 20, 2025 02:22ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د وسله والو ځواکونو مشر «والري ګراسیموف» وویل د ماسکو ځواکونو د کورسک سیمې نهه نوي اعشاریه پینځه فیصده ځمکې ازادې کړي دي.
-
اټومي خبرو ته د نړیوال اژانس د ورګډیدا لپاره اوس ضرورت نشته
Apr 20, 2025 01:19ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په روم کښې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د مشر رافائیل ګروسي د شتون په رول باندې ټینګار سره وویل:د هغه شتون ګټور دی خو د خبرواترو په داخل کښې نه ځکه چې مونږ تراوسه داسې مرحلې ته نه یوو رسیدلي چې دغه کار ته ضرورت ووسي.
-
انصارالله: امریکایان به درنه بیه ورکړي
Apr 17, 2025 11:20د یمن د انصارالله غورځنګ یوه جګپوړي غړي امریکایانو ته د یمن پر وړاندې د تیري د پایلو په اړه خبرداری ورکړ او ټینګار یې وکړ: "امریکا به د نړۍ د ملتونو پر وړاندې د خپل جنایت لپاره دروند قیمت ورکړي."
-
دایران د بهرنیو چارو وزیر مسکو ته ورسید
Apr 17, 2025 11:01د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن د یو ډیپلوماتیک پلاوي په مشرۍ مسکو ته ورسید ترڅو د روسیې له لوړ پوړو چارواکو سره خبرې اترې او مشورې وکړي او د دغه هیواد ولسمشر ته د معظم رهبر مکتوب پیغام ورسوي.
-
د حماس د القسام غونډونو د صیهونیسټ رژیم مرکاوا ټانکونه تباه کړل
Apr 17, 2025 07:55د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) پوځي څانګې القسام د غزې په ختیځ کې د صیهونیستي پوځ درې مرکاوا ټانکونه ویجاړ کړل.
-
په خان یونس کې د کډوالو په خیمو د اسراییلي پوځ برید ۲۳ کسان شهیدان کړل.
Apr 17, 2025 07:53پارس ټوډې د ایرنا په حواله ویلي، صهیونیسټ رژیم یو بل جنایت ترسره کړ، دا ځل یې د غزې په جنوبي تړانګه کې د فلسطیني کډوالو په خیمو هیڅ رحم ونه کړ او په دې سیمه کې یې په یوه برید کې ۲۳ کسان شهیدان کړل.
-
پزشکیان: د هیواد چارې خبرو اترو ته نه ځنډیږي
Apr 17, 2025 07:48د ایران ولسمشر پزشکیان د اسلامي انقلاب د ستر رهبر د حکیمانه لارښوونو او خبرو قدرداني وکړه او ويې ويل: "د مذاکراتو پروسه په عادي ډول روانه ده او د هېواد چارې هم په خپل طبیعي لاره کې پلي او تعقیبېږي او دا بحثونه او مسایل به د یوې ثانیې لپاره هم ونه ځنډول شي."