د صهیونیسټ رژيم جنګي الوتکو په سوریې بیا بریدونه وکړل
زمونږ خبریال راپور راکړی خبري سرچینو وویل چې د اسرائیلو نیواکګر رژیم جنګي الوتکو د سوریې په حماه ولایت کښې د شطحه کلي په خوا وشا سیمو باندې بمبارې وکړې.
د صهیونیسټ رژيم جنګي الوتکو د طرطوس ، د لاذقیه ، د درعا ، حمص ، حماه او د دمشق ولایتونو په خوا کښې په هوايي حریم کښې هم الوتونه وکړل.
د اسرائیلو رژيم جنګي الوتکو د سوریې د حما ولایت په شمال لویدیځ کښې په شطحه کلي باندې بمبارې وکړې.
ځینو رسنیو د سوریې د لاذقیه په خوا کښې په جبل الشمره سیمه کښې په یوه پوځي هدف باندې هم د اسرائیلو رژیم د هوايي بمباریو خبر ورکړ.
تراوسه د اسرائیلو د دغو بمباریو د هدفونو د ماهیت او د رسیدلیو مرګ ژوبلو او د تاوانونو په هکله کوم راپور نه دی خپور شوی.
دغه راز د صهیونیسټ رژیم ټیلي ويژن مخکې په سوریې کښې په ډیرو هدفونو باندې د حملو لپاره د دغه رژیم د چمتووالي خبر ورکړی و او ویلي یې وو لومړي وزیر نتانیاهو له دغو بریدونو سره موافقت کړی دی.
دغه راپور وايي چې د اسرائیلو د دغو حملو هدف د سوریې د دروزیانو پرضد د غچ اخیستونکو حملو له ترسره کولو د ډډه کولو لپاره د سوریې د موقته حکومت ته د یوه پیغام استول دي.
په سوریې کښې نوی واکمن حکومت چې مشرۍ یې ابو محمد الجولاني کوي تراوسه د اسرائیلو د حملو په هکله چپ ناست دی او یوازې تماشه کوي.
د سوریی نوی حکومت د اسرائیلو د هدفونو د پرمخ بیول لپاره رامینځته کړی دی شوی او اسرائیلو هم په سوریې کښې اکثره مهم پوځي مرکزونه او بیخ بنایاني تباه کړي او د سوریې ډیرې سیمې یې نیولي هم دي.