ایران به د امریکا د بندیزونو د زیاتولو کړچارونه ونه مني
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل
تهران د ډيپلوماسۍ لارې ته په ژمنې باندې ټینګار او د خبرو د دوام لپاره د چمتووالي د اعلانولو په ترڅ کښې هیڅکله د زور او د دباو کړچارونه چې ټول د نړیوالو حقوقو او د ملګروملتونو د منشور پرخلاف دي نه مني.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دغه بیانیې کښې د غیر قانوني بایکاټونو په دوام او زیاتولو باندې د امریکا د ټينګار په هکله ویلي دي د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي ته د امریکا د ولسمشر ټرامپ له لیک استول کیدا او د تهران د سوله ئیز اټومي پروګرام په هکله د رامینځته کړې شوي مصنوعي او د غیر ضروري کړکیچ د حل لپاره د ډيپلوماسۍ د لارې د انتخابولو لپاره د ایران له چمتووالي وروسته د ایران اسلامي جمهوریت د ښه نیت په کړچارونو او په ملي اعتماد او اقتدار باندې تکیې کولو سره له امریکا سره غیر مستقیمې خبرې وکړې.
د دغه بیانیې په پاې کښې ټینګار شوی دی د امریکا د دغو غیر قانوني کړچارونو دوام به د ایران د نړیوالو حقوقو پرساس ، منطقي او جایزو دریځونو کښې هیڅ ډول بدلون رامینځته نکړي بې شکه د ناکامه چلولونو او د رودو دوباره ازمویل به د پخوانیو ډیر لګښته ناکامیو له تکراریدا پرته بله نتیجه ونلري.