عراق په سوریې باندې د اسرائیلو رژیم له تیریو سره مخالفت وکړ
(last modified Fri, 02 May 2025 23:28:40 GMT )
May 03, 2025 03:58 Asia/Kabul
  • عراق په سوریې باندې د اسرائیلو رژیم له تیریو سره مخالفت وکړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیې کښې د سوریې په خاوره باندې د صهیونیسټ رژیم

له بیا بیا تیریو او د سوریې ثبات او امنیت ته له ګواښ کولو سره خپل پریکنده مخالفت اعلان کړ او د دمشق  د واکمنۍ او نړیوالو قوانینو ته د احترام غوښتنه یې وکړه.

د عراق د باندنیو چارو وزارت په دغه بیانیې کښې د صهیونیسټ رژیم د جنګي الوتکو لخوا د سوریې د ولسمشرۍ د ماڼۍ په خواو شا کښې په ځینو سیمو بمبارې په کلکه وغندلې.

د عراق خارجه وزارت دغه راز له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د صهیونیسټ رژیم د تیریګرو اقداماتو د ختمولو لپاره چې د سیمې د ثبات د ګډوډیدا سبب کیږي په خپلې دندې باندې عمل وکړي.

وړاندې د  ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش هم په دمشق کښې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې د هوايي بریدونو په شمول د اسرائیلو رژیم لخوا د سوریې د واکمنۍ خلاف ورزۍ کول وغندل.

د سوریې د موقته حکومت د مشر ابو محمد جولاني دفتر هم پرون سهار په دمشق کښې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې د صهیونیسټ رژیم  د پوځ حملې وغندلې او ویې ویل دغه بریدونه د امنیتي کړکیچونو د زیاتولو او د حالاتو د بې ثابته کولو لپاره د تل اویو د هڅو دوام دی.