-
ایران او عراق د سیمې د ثبات د ټینګښت لپاره د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ
Jan 28, 2025 01:33د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او د عراق د ملي امنیت سلاکار د سیمې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
-
د فلسطین خلکو د امریکا د ولسمشر وړاندیز په کلکه رد کړ
Jan 27, 2025 02:08زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین د غزې تړانګې وسیدونکو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ وړاندیز ته غبرګون ښودلی دی کوم چې ویلي دي چې د غزې تړانګې وسیدونکي باید په زوره له دغه سیمې وویستل شي او هغه په مصر او اردن کښې هستوګن کړې شي.
-
عربستان او ایټالیا د سټراټيژیک مشارکت موافقه لاسلیک کوي
Jan 27, 2025 01:45ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایټالیا لومړۍ وزیرې «جورجیا میلوني» په یو لړ څرګندونو کښې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره خپلې کتنې ته په اشارې سره د دواړو هیوادونو ترمینځ د سټراټيژیک مشارکت تړون د لاسلیک کولو خبر ورکړ.
-
جرمني اوکراین ته د سوله ساتي ځواکونو له استولو سره مخالفه ده
Jan 27, 2025 01:35ایرنا خبري اژانس نن د تاس خبري اژانس په قول وویل د جرمني صدراعظم اولاف شولټس په یو لړ څرګندونو کښې په دې خبرې سره چې
-
له مخالفانو د ټرامپ غچ اخیستل د ظالم حکومت د پیلیدا ښودنه کوي
Jan 27, 2025 01:17ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «این بي سي نیوز» ټیلي ويژن په یوه راپور کښې د امریکا د نوي حکومت په لومړیو ورځو کښې په ولسمشر ډونالډ ټرامپ باندې د ځینو نیوکه کونکو شخصیتونو د فیزیکي ساتنې لغو کیدا ته په اشارې سره ټینګار وکړ
-
د فلسطین ملت به په خپلې خاوره کښې هماغه راز پاتې وي
Jan 27, 2025 00:59ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ ویاند «عبدالطیف القانوع» په یو لړ څرګندونو کښې په دې خبرې سره چې د فلسطین خلک په خپل ټاټوبي کښې ثابت قدمه دي او د دوې د کډوالولو لپاره به هر پلان له ماتي سره مخامخ شي ټینګار وکړ د فلسطین ملت به په خپل ټاټوبي کښې پاتې وي.
-
د لبنان پوځیان العدیسه او ماروان الراس سیمو ته ورننوتل
Jan 27, 2025 00:38مهر خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو د لبنان په جنوب کښې العدیسه او مارون الراس سیمو ته د لبنان د خلکو او د پوځیانو د ورننوتلو خبر و رکړ
-
انګلستان د روسیې په هستوګنه سیمو باندې د اوکراین په بریدونو کښې لاس لري
Jan 27, 2025 00:22مهر خبري اژانس راپور راکړی د اوکراین یوه پوځي ومنله چې بریتانیا د روسیې په هستوګنه سیمو باندې د حملو لپاره د «کي یف» پوځیانو ته پوځي روزنه ورکړي ده.
-
انروا اژانس د صهیونیسټ رژیم ګواښونو ته غبرګون ښودلی
Jan 27, 2025 00:08زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګروملتونو د مرستو د رسولو اژانس (انروا) په بیت المقدس شرقي کښې د دغه اژانس د فعالیتونو د بندولو په هکله د صهیونیسټ رژیم ګواښونو ته غبرګون وښود.
-
کابل کې د عراقچي دویمه کتنه، د طالبانو رییس الوزرا د ایران د خارجه وزیر کوربه
Jan 26, 2025 12:44د ایران د بهرنیو چارو وزیر په خپله دویمه غونډه کې د طالبانو له لومړي وزیر سره ولیدل او د ګډو مسئلو په اړه یې خبرې وکړې.