ایران او امارات پخپلو کې سره ملګرتیاوې لاپراخوي
د ایران د بهرنیو اړیکو د شورا مشر او د متحده عربی اماراتو خارجه وزیر په ډول ډول حوزو کې د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ په پیاوړتیا ټینګار وکړ.
زمونږخبریال د ایسنا له قوله راپور راکړ، د ایران دبهرنیو اړیکو د سټراټژيکې شورا مشر کمال خرازي چې د نړیوالو حکومتونو د اجلاس په کلنۍ ناستې کې دګډون لپاهر متحده عربی اماراتو ته په سفر تللی، د اماراتو له خارجه وزیر او مرستیال لومړي وزیر سره ئې کتنه او خبرې اترې وکړې.
په دغې کتنې کې د دواړو هیوادونو د اړیکو مختلف اړخونو او د دبحث وړ ملګرتیاؤ دپراختیا په فرصتونو خبرې اترې وشوې.
په مختلفو حوزو په تیره بیا د د نوي کونکو انرژیو، ژواک چاپیریال ، ټوریزم، د شمال-جنوب په کریډور کې په بیخ بینائي پروژو کې مشترکې پانګونې او د مکران سیمې په پراختیا کې ګډې ملګرتیا او د علمي او پوهنتوني ملګرتیاؤ د پراختیاؤ په باب د دوو اړخیو ملګرتیاؤ پیاوړتیا د دواړو لورو د خبرواترو چورلیزونه وو.
دواړو لورو د دوو اړخیزو او سیمه ایزو سلامشورو د دوام هرکلی وکړ.