ایران یو ځواکمن او اغېز شیندونکی هېواد دی
(last modified Tue, 11 Feb 2025 08:05:26 GMT )
Feb 11, 2025 12:35 Asia/Kabul
  • ایران یو ځواکمن او اغېز شیندونکی هېواد دی

پارس ټوډې – د قزاقستان ولسمشر د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د کلیزې په مناسبت د مبارکۍ په پیغام کې، د ایران اسلامي جمهوریت یې په سیمه او اسلامي نړۍ کې یو پیاوړی او اغېز شیندونکی هېواد وباله.

 د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ته په یوه پیغام کې، د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د کلیزې په مناسبت مبارکي وویله.

توکایف په دغه پیغام کې د ایران اسلامي جمهوریت، د لوېدیځې آسیا او اسلامي نړۍ په سیمه کې یو ځواکمن او اغېزشیندونکی هېواد وباله او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ملګرتیاوو پر پراختیا یې خوښي څرګنده کړه.

توکایف دغه راز ډاکټر پزشکیان ته په نوي مسئولیت کې د بریالیتوب هیله او د ایران د ملت د سوکالۍ غوښتنه یې وکړه.