-
په عربستان کښې د سوریې په هکله غونډه ترسره شوه
Jan 13, 2025 00:58د عربو او د لویدیځو هیوادونو د خارجه چارو وزیرانو د ریاض په غونډه کښې د سوریې د ټولو سیاسي بهیرونو په مشارکت سره په دغه هیواد کښې د قدرت د انتقال د بهیر او د سوریې له یوهیړوالي او واکمنۍ په ملاتړ کولو ټینګار وکړ.
-
سعودي عربستان یوځل بیا په یمن باندې بریدونه کړي دي
Jan 13, 2025 00:46مهر خبري اژانس راپور راکړی د سعودي عربستان پوځ یوځل بیا د یمن په بیلابیلو سیمو باندې حملې وکړې.
-
په ایران اسلامي جمهوریت کښې پوځي مانوره ترسره شوه
Jan 13, 2025 00:38زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران په فردو او خنداب سیمو کښې د هوايي دفاع پوځي مانوره ترسره شوه چې پکښې ډول ډول بې پایلوټه الوتکې او توغندي وزامویل شول.
-
د اوربند په خبرو کښې د صهیونیسټ رژیم د کارړنګونو دوام :-
Jan 12, 2025 11:19د صهیونیسټ رژيم مشران د فلسطین له حماس او نورو ډلو سره د اوربند د خبرو په بهیر کښې کارړنګونې کوي او د غزې د جنګ بدلونونه ښودنه کوي چې د تل اویو اصلي هدف به جنګ ته دوام ورکول وي.
-
د اسرائیلو د درې دیرشو بندیانو د خوشي کولو لپاره خبرې روانې دي
Jan 12, 2025 10:43زمونږ خبریال راپور راکړی د قطر« الجزیرې» ټیلي ويژن د اسرائیلو د «یدیعوت احارونوت» ورځپاڼې په قول وویل چې د فلسطین له حماس غورځنګ سره د اسرائیلو د درې دیرشو موجودو بندیانو د خوشي کیدا په هکله خبرې روانې دي.
-
د سوریې د راتلونکي په هکله نن په عربستان کښې غونډه کیږي
Jan 12, 2025 10:14فارس خبري اژانس راپور راکړی د عربستان پلازمینه ریاض ښار د سوریې د راتلونکي په هکله د لومړنۍ نړیوالې غونډې کوربه دی.
-
د لبنان حزب الله د اسرائیلو د خلاف ورزیو په هکله خبرداری ورکړ
Jan 12, 2025 09:58ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان په پارلمان کښې مقاوت ته د وفادارۍ فراکسیون غړي «حسن عزالدین» د صهیونیسټ رژيم لخوا د اوربند د موافقې د خلاف ورزۍ د ختمولو او د لبنان له جنوب څخه د شاتګ ګولو لپاره په اسرائیلو رژيم باندې د دباو د راوستلو غوښتنه وکړه.
-
د امریکا حکومت د ځنګلي اور په مړ کولو کښې تراوسه ناکامه پاتی دی
Jan 12, 2025 09:35زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د کالیفورنیا ایالت په لاس انجلس کې د لګېدلو ځنګلي اورونو د وژلو هڅې دوام لري.
-
د فرانسې حکومت د نړیوالو حقوقو د ژمنو خلاف ورزۍ کوي
Jan 12, 2025 09:03زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقايي هامانه» د منافقینو د ترهګرې ډلې له غونډې د فرانسې کوربه توب د ټروریزم د ملاتړ روښانه مصداق او له ترهګرۍ سره د مقابلې او مخنیوي لپاره د نړیوالو حقوقو د ژمنې خلاف ورزۍ وبلله.
-
له انسانانو سره همدردۍ د دنیا په یوې سیمې پورې محدود نه دي
Jan 12, 2025 08:08ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د حکومت ویاندې «فاطمه مهاجراني» د امریکا په کیلي فورنیا ایالت کښې ستر اور او د دغه ایالت خلکو ته د تاوانونو د رسیدا په هکله ټینګار وکړ: له انسانانو سره همدردۍ کول د نړۍ په یوې خاص سیمې پورې محدود نه دي.