په مشهد کې د قرآنکریم د نړیوالې سیالۍ غوره کسان اعلان شول
(last modified Sat, 01 Feb 2025 00:52:11 GMT )
Feb 01, 2025 05:22 Asia/Kabul
  • په مشهد کې د قرآنکریم د نړیوالې سیالۍ غوره کسان اعلان شول

د ایران د خراسان رضوي ولایت په مشهد ښار کې، د قرآنکریم د ۴۱ مې دورې نړیوالې سیالۍ په وروستي مرحله کې، د وروڼو او خویندو د قرآنکریم سیالۍ غوره کسان اعلان شول.  

د قرآنکریم د ۴۱مې دورې نړیوالې سیالۍ د اطلاعاتو د کمېټې مشر محسن انوشیرواني وویل: د خویندو او وروڼو په دوو څانګو کې د ګډون کوونکو له سختې مقابلې وروسته، د خویندو له ډلې، له ایران څخه د قرآن د ټول حفظ په برخه کې، فاطمه دلیري لومړی مقام، له بنګله دیش څخه مطهره لبیبه دویم مقام او له یمن څخه افنان رشاد علي یعقوب درېیم مقام خپل کړ.

 انوشیرواني زیاته کړه: د خویندو د ترتیل قرائت په برخه کې هم، له  ایران څخه، غزاله سهیلي زاده لومړی مقام، له نایجیریا څخه عائشه محمد عبدالمطلب دویم مقام او له لبنان څخه حوراء حیدر حمزي درېیم مقام خپل کړ.

د قرآنکریم د ۴۱مې دورې نړیوالې سیالۍ د اطلاعاتو د کمېټې مشر وویل: د وروڼو له ډلې څخه، له ایران څخه محمد خاکپور د قرآن د ټول حفظ په برخه کې لومړی مقام، له لیبیا څخه مرتضی حسین علي عکاش دویم مقام او له مصر څخه احمد محمد صالح ابراهیم عیسی درېیم مقام ترلاسه کړ.

په پاى کې محسن انوشيرواني د دې په بیان سره چې، د وروڼو د تحقيق قرائت په برخه کې له ايران څخه سيد محمد حسين پور لومړى مقام، له مصر څخه محمد حسين محمد دويم مقام او له عراق څخه محمد رزاق الدفي درېيم مقام خپل کړ، وویل: د وروڼو د ترتیل قرائت په برخه کې هم، له ایران څخه مجتبی قدبیگي لومړی مقام، له عراق څخه حیدر علي عدنان محمد دویم مقام او له لبنان څخه قاسم محمد همدان د دې سیالیو درېیم مقام خپل کړ.