د امریکا او د اروپايي هیوادونو ترمینځ تجارتي جنګ تاواني دی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i156774
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایټالیا لومړۍ وزیرې «جورجیا میلوني» د امریکا او د اروپايي هیوادونو ترمینځ تجارتي جنګ ورانونکی وباله.
(last modified 2025-01-28T06:36:49+00:00 )
Jan 28, 2025 11:04 Asia/Kabul
  • د امریکا او د اروپايي هیوادونو ترمینځ تجارتي جنګ تاواني دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایټالیا لومړۍ وزیرې «جورجیا میلوني» د امریکا او د اروپايي هیوادونو ترمینځ تجارتي جنګ ورانونکی وباله.

هغې له یوبل سره د امریکا او د اروپايي هیوادونو د اقتصاد په اړوندوالي باندې ټینګار سره وویل دغه اقتصادي شخړه د هیڅ چا په ګټه نه ده.

د ایټالیا لومړۍ وزیرې جارجیا میلوني زیاته کړه د اضافي تجارت موضوع داسې چاره نه ده چې د امریکا د نوي ولسمشر ټرامپ د حکومت په وخت کښې مطرح شوي وي بلکې د امریکا نورو حکومتونو هم اکثره هغه مطرح کړي ده.

هغې ډاګینه کړه چې د دغه مشکل لپاره د یوې ګټورې او د انډوله حل لارې د رامینځته کولو هڅه به وکړو.

فایننشل ټایمز ورځپاڼې وویل د امریکا له متحدانو او سیالیو هیوادونو د ولسمشر ډونالډ ټرامپ غوښتنې او خبرداري ښودنه کوي چې هغه به د امریکا له مالي قدرت څخه د سوټې( کوتک) په توګه استفاده وکړي.

د امریکا ولسمشر ټرامپ په ځلونو له اروپايي هیوادونو څخه په واردیدونکو شیانو باندې د تعرفو د لګولو ګواښ کړی دی.