د امریکا ولسمشر د سترې محکمې حکم ډیر ناهیله کونکی وباله
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ چې یو ډیر سرزوری، غیر منطقي او دروغجن سړی دی وویل چې د سترې محکمې فیصله د محکمې د ځینو غړیو لپاره د شرم وړ ده او زه د محکمې د څو ځانګړیو غړیو په وجه شرمیږم.
هغه وویل نور هیوادونه د امریکا د سترې محکمې په دغه فیصله ډیر خوشحاله دي خو د دوې دغه خوشحالۍ په ډیر دوام ونکړي.
د ویلو ده چې د امریکا سترې محکمې یعني سپریم کورټ د ولسمشر ټرامپ د تعرفو د لګولو اقدامات غیر قانوني بللي دي.
د سترې محکمې شپږو قاضیانو د نورو هیوادونو پرضد د ولسمشر ټرامپ لګول شوي تعرفې غیر قانوني ګڼلي دي.
د امریکا د سترې محکمې قاضیانو وویل ولسمشر ټرامپ چې د کوم قانون پراساس دغه تعرفې لګولي دي هغه د ملي بیړني حالت لپاره دی او ټرامپ د اضافي تعرفو د لګولو په وخت له خپلو اختیاراتو وراوښتی دی او دغه قانون ټرامپ ته د اضافي تعرفو د لګولو اجازه نه ورکوي.