-
د سویلي کوریا پخوانی دفاع وزیر ونیول شو
Dec 11, 2024 10:24د سویلي کوریا د دفاع پخواني وزیر د دې هېواد له ولسمشر او نورو چارواکو سره د پوځي حالت په اعلانولو کې د همکارۍ په تور ونیول شو.
-
د ایران سمندري ځواکونه په بشري عملیاتو کې مهم رول لوبوي
Dec 11, 2024 10:11د ایران د سمندري ځواک قوماندان امیر البحر شهرام ایراني، په نوشهر کې د سمندري طب په نړیوال کنفرانس کې د دې په بیان سره چې دغه ځواک په بشر دوستانه عملیاتو کې مهم رول لري وویل: د ایران سمندري ځواکونه په ذاتي تحرک، ملاتړ او لوژستیک سره کولای شي چې د اړتیا وړ مرستې چمتو کولو، د لټون او ژغورنې عملیاتو ترسره کولو لپاره رول ولوبوي.
-
د "ماشې میکانیزم" پلي کولو د ګواښ په اړه، امریکا او اروپايي ټرویکا ته د ایران خبرداری
Dec 11, 2024 09:34په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي امیر سعید ایرواني په یوه رسمي لیک کې، د اروپایي ټرویکا د تورونو په اړه اعلان وکړ: د « ماشې میکانیزم » د اجرا په تړاو هر ډول ګواښ نه یوازې رغنده نه دی، بلکې د ایران له پرېکنده ځواب سره به مخامخ شي.
-
د سوریې پیښې د امریکا او د اسرائیلو د کنټرول په کوټه کښې پلان شوي دي
Dec 11, 2024 08:46ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي ټینګار وکړ: په دې خبرې کښې باید شک ونکړو هغه څه چې په سوریې کښې رامینځته شول د امریکا او د اسرائیلو د کنټرول په کوټه کښې پلان شوي او د هغوې اصلي عاملان همالته دي.
-
د ایران د تیلو وزیر د اوپک پړاویز مشر شو
Dec 11, 2024 08:23د ایران د اسلامي جمهوریت د تیلو وزیر، په راتلونکي میلادي کال کې د نفتو د صادروونکو هېوادونو د سازمان (اوپک) د پړاویز مشر په توګه وټاکل شو.
-
یوازې د سوریې په شمال لوېدیځ کې لږ تر لږه ۷۵ ملکي وګړي وژل شوي دي
Dec 11, 2024 07:59د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په سوریه کې په تېرو دوو اونیو کې په سلګونه ملکي وګړي ټپیان او لږ تر لږه ۷۵ کسان وژل شوي دي.
-
صهیونیسټي رژیم په غزه کې ۴۸ نور فلسطینیان په شهادت ورسول
Dec 11, 2024 07:47فلسطیني سرچینو د غزې په شمال او د کمال عدوان روغتون په مرکز او شاوخوا کې د النصیرت پر کمپ د اسرائیلي پوځیانو د بمباریو له امله، د ۴۸ فلسطینیانو د شهادت خبر ورکړ.
-
په سورئې کې د بلاد شام عالمانو د ا تحادئې مشر ترور شو
Dec 11, 2024 03:42په سورئې کې د بلاد شام عالمانو د ټولنې مشر او روحاني شیخ توفیق البوطي او د هغه زوی علامه محمد سعید رمضان البوطي پرون سهار د سورئې په پلازمینې دمشق کې دمخ پټو وسلوالو په لاس ترور شو.
-
په امریکائي-صهیونیسټي جنګ کې د سورئې سناریو
Dec 11, 2024 02:43د اردن یو شناندی او تکړه لیکوال موفق محادین د سورئې د بدلونونو په باب په یوه یاددښت کې لیکي ، د طوفان الاقصی او ددغې لوئې تاریخي حماسې او د صهیونیسټي استکبار په ناکامولو کې ئې د رول له اهمیّت سره سره او د حزب ا...، د یمن دمبارز ځواک ، دعراق مقاومت او د ماقومتي چورلیز درستو مبارزانو لوي ملاتړي رول اهمیّت ته په پام سره ، البته دا ټول د امریکائي صهیونیسټي پلمو او د میرمنو ،ماشومانو او عامو خلکو د نسل وژنې او وحشي قتل عام او په غزې او لبنان کې د جوماتونو،کلیساګانو ، روغتونوننو او ښونځ
-
ملګری ملتونه وائي ، په سورئې کې د اسرائيلو خوځښتونه دې ودرول شي
Dec 11, 2024 01:58د سورئې په چارو کې د ملګروملتو د سرمنشي ځانګړي استازي په سورئې کې داسرائيلي رژيم د خوځښتونو ددریدا غوښته وکړه.