صهیونیسټي رژیم په غزه کې ۴۸ نور فلسطینیان په شهادت ورسول
https://parstoday.ir/ps/news/event-i155166-صهیونیسټي_رژیم_په_غزه_کې_۴۸_نور_فلسطینیان_په_شهادت_ورسول
فلسطیني سرچینو د غزې په شمال او د کمال عدوان روغتون په مرکز او شاوخوا کې د النصیرت پر کمپ د اسرائیلي پوځیانو د بمباریو له امله، د ۴۸ فلسطینیانو د شهادت خبر ورکړ.
(last modified 2024-12-11T03:20:42+00:00 )
Dec 11, 2024 07:47 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي رژیم په غزه کې ۴۸ نور فلسطینیان په شهادت ورسول

فلسطیني سرچینو د غزې په شمال او د کمال عدوان روغتون په مرکز او شاوخوا کې د النصیرت پر کمپ د اسرائیلي پوځیانو د بمباریو له امله، د ۴۸ فلسطینیانو د شهادت خبر ورکړ.

د سحاب شبکې د خبر له مخې، د وفا خبري آژانس د غزې په مرکز او د النصیرت کمپ په لوېدیځ کې پر یوه کور د اسرائیلو د هوايي برید په اړه راپور ورکړی او زیاته کړې چې په دې برید کې اته فلسطینیان شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې ځینو سرچینو د دغه برید د شهیدانو شمېر تر ۱۸ تنو پورې ښودلی دی.

د وفا خبري آژانس په دوام کې ویلي: د صهیونیسټی رژیم جنګي الوتکو د غزې په شمال کې د کمال عدوان روغتون ته څېرمه یوکور هم بمبار کړ چې له امله یې ۳۰ فلسطینیان شهیدان او زخمیان شول او د یو زیات شمیر جسدونه اوس هم تر خاورو لاندې پاتې دي.

د فلسطیني رسنیو د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې پر غزې د صهیونیسټي رژیم د یرغل له پیل راهیسې، ۴۴ زره ۷۵۸ کسان وژل شهیدان او ۱۰۶ زره او ۱۸۸ نور هم ټپیان شوي دي.