د ایران د تیلو وزیر د اوپک پړاویز مشر شو
https://parstoday.ir/ps/news/event-i155172-د_ایران_د_تیلو_وزیر_د_اوپک_پړاویز_مشر_شو
د ایران د اسلامي جمهوریت د تیلو وزیر، په راتلونکي میلادي کال کې د نفتو د صادروونکو هېوادونو د سازمان (اوپک) د پړاویز مشر په توګه وټاکل شو.
(last modified 2024-12-11T07:30:11+00:00 )
Dec 11, 2024 11:53 Asia/Kabul
  • د ایران د تیلو وزیر د اوپک پړاویز مشر شو

د ایران د اسلامي جمهوریت د تیلو وزیر، په راتلونکي میلادي کال کې د نفتو د صادروونکو هېوادونو د سازمان (اوپک) د پړاویز مشر په توګه وټاکل شو.

د سحاب شبکې د خبر له مخې، د اوپک د تیلو او انرژی وزیرانو په ۱۸۹مه عادي غونډه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه، د ایران د اسلامي جمهوریت د نفتو وزیر«محسن پاک نژاد» د اوسنۍ پړاویز رئیس په توګه او د عراق د تیلو وزیر د مرستیال په توګه وټاکل شو.

په دې کنفرانس کې د ایران د نفتو وزیر، د کنفرانس له مشر او د اوپک د غړو هېوادونو د وزیرانو له باور او په ۲۰۲۵ کال کې د اوپک د کنفرانس د مشر په توګه د دوی د ټاکلو له امله مننه وکړه او ویې ویل: په ۲۰۲۵ کال کې د اوپک د کنفرانس د مشر په توګه زه په بشپړ ډول ژمن یم چې خپل ټول توان او هڅې د روحیې، یووالي، پیوستون او د سازمان د پرمختګ لپاره په کار واچوم.