ملګری ملتونه وائي ، په سورئې کې د اسرائيلو خوځښتونه دې ودرول شي
د سورئې په چارو کې د ملګروملتو د سرمنشي ځانګړي استازي په سورئې کې داسرائيلي رژيم د خوځښتونو ددریدا غوښته وکړه.
زمونږ خبریال د ایسنا له قوله راپور راکړ، د سورئې په چارو کې د ملګروملتو د سرمنشي استازي ګیر پډرسن په یولړ څرګندونو کې وئیلي دي، سوریه اوس په دوه لاري ولاړه ده او ددغه هیواد په خاورې کې د اسرائیلو اوسني خوځښتونه دې ودرول شي.
پډرسن د سورئې د درست ملت په مشارکت سره د قدرت د منتقلولو دمقدماتو په برابریدا باندې په ټینګار سره، په راتلونکي حکومت کې د پراخ ګډون نه شتون په بڼه کې په دغه هیواد کې د لازیاتو نښتو د پيښیدا په باب خبرداری ورکړ.
د سورئې په چارو کې د ملګروملتو د سرمنشي استازي له دې مخکې هم په سورئې کې د انتقالي بهیر د پیلیدا په غوښتې سره ټينګار کړی ؤ چې ټول سوریاوال باید خبرواترو ، ح دت او نړیوالو قوانینو ته احترام ته لومړیتوب ورکړي.
په سورئې کې وسلوالو مخالفانو او ترهه ګرو د نومبر په ۲۷ دځينو هیوادونو په بشپړ ملاتړ سره دسورئې په مختلفو سیمو کې ددغه هیواد دپوځ د مرکزونو او مورچلو په ضد پراخې حملې پيل کړې چې بلاخره د دسمبر په اتمه نیټه د دشمق د نسکوریدا سبب شوې.