-
د یمن او عراق ځواکونو د صهیونیسټي رژيم په ضد درې ګډ عملیات وکړل
Dec 04, 2024 02:40د یمن دپوځ ویندوي ووئیل، د یمن پوځ په تیرو دوو ورځو کې د عراق د اسلامی مقاومتي لوري په ملتیا سره د صهیونیستي رژیم په ضد در ې ګډ عملیات ترسره کړل.
-
د حماء په شاوخوا کې د سورئې دپوځ او ترهه ګرو ترمینځ شخړې روانې دي
Dec 04, 2024 02:37د سورئې سرچینو دسورئې په لویدیځ کې د حماء ښار په شاوخوا کې له تکفیری ترهه ګرو سره د سورئې دپوځ د سختو نښتو خبر ورکړی.
-
د ترهه ګرو یرغلونه د سورئې اومقاومتي چورلیز د کمزوري کولو لپاره یوه دسیسه ده
Dec 04, 2024 01:46د ایران داسلامی جمهوریت د پوځ لوي درستیز په سورئې د تکفیری ترهه ګرو ډلو ټپلو یرغلونه د سیمې لپاره یوه خطرناکه سناریو وبلله او وې وئيل، له لبنان سره د صهیونیسټي رژيم د اوربند له خلاف ورزۍ سره ددغو سرغلونو یووخت والی د مقاومتی چورلیز د کمزوري کولو لپاره د امریکائي عبري غږمله دسیسې ښودنه کوي.
-
د لبنان د جنوب په مختلفو سیمو د صهیونیسټی رژیم په هوایی حملو کښې لږ تر لږه لس لبنانیان شهیدان شول
Dec 03, 2024 09:08د صهیونیسټی رژیم جنګی الوتکو د لبنان په جنوب کښې د «حاریص» او «طلوسه» په سیمو بمباری وکړه چې په نتیجه کښې یې لږ تر لږه لس کسان شهیدان او یوشمیر نور ژوبل شول.
-
دسوریې پوځ په حلب ولایت کښې له ترهګرو سره مخامخ شوی دی
Dec 03, 2024 09:02د المیادین ټلویزیوني چینل د دغه هیواد په شمال لویدیځ کښې د حلب ولایت په سیمو کښې له ترهګرو ډلو سره د مقابلې لپاره د سوریې د پوځ د پرمختګ خبر ورکړ.
-
عراقچي د ایکو پر لا پیاوړتیا او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
Dec 03, 2024 08:52د ايران د بهرنيو چارو وزير په مشهد ښار کې د ايکو د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو د ۲۸مې غونډې په څنډه کې دغه غونډه د سيمه ييزو او نړيوالو بدلونونو د بحث لپاره يو فرصت وباله.
-
پر ایران د بندیزونو په لګولو سره اروپایانو خپل د سکې بل اړخ ښکاره کړ
Dec 03, 2024 08:38اروپايي ټولنه په داسې حال کې روسیې ته د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغنديود لېږدولو او د اوکراین په جګړه کې د کارولو ادعا کوي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي تایید کړې چې روسیې ته د ایران هېڅ بالستیک توغندی نه دی صادر شوی.
-
د لبنان د پارلمان مشر د اسرائیلو له خوا د اوربند پر پرلپسې سرغړونو اعتراض وکړ
Dec 03, 2024 02:21د لبنان د پارلمان مشر په یوه بیانیه کې د صهیونیسټي رژیم له خوا د اوربند له موافقې پر پرلپسې سرغړونو اعتراض وکړ.
-
ایران او ترکیې د سوریې له ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ وکړ
Dec 03, 2024 02:10د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پرون د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره په ګډه خبري کنفرانس کې وویل: په سوریه کې فعالې تکفیري ترهګرې ډلې، له امریکا او صهیونیسټانو سره نږدې اړیکې او همغږي لري او په فلسطین او لبنان کې د صهیونیسټي رژیم له جنایتونو څخه د پام اړولو او د مقاومت په مقابل کې د ماتې د جبرانولو په موخه، دغه ډلې په سوریې کې د ناامنۍ رامنځته کولو ته هڅوي.
-
په سوریه کې د ترهګرو ډلو فعالېدل صهیونیسټي- امریکايي پلان دی
Dec 03, 2024 01:56د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف او د سوریې د پارلمان مشر حموده صباغ پرون په سوریې کې د تکفیري ترهګرو ډلو له فعالېدو وروسته د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې اترې وکړې.