د سوریې بدلونونه به دغه هیواد ته محدود پاتې نشي
(last modified Sat, 07 Dec 2024 06:39:14 GMT )
Dec 07, 2024 11:09 Asia/Kabul
  • د سوریې بدلونونه به دغه هیواد ته محدود پاتې نشي

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په دې خبرې سره چې په سوریې کښې وروستي بدلونونه به دغه هیواد ته محدود نشي وویل: په سوریې کښې ټروریزم او بدلونونه د عراق امنیت ته هم ګواښ کوي.

عباس عراقچي د عراق له «الشرقیه» ټیلي ويژن سره په مرکه کښې په دې خبرې سره چې د لویدیځې اسیا بدلونونه په چټکۍ سره د رامینځته کیدا په حال کښې دي چې دا په خپله  زیاتې پوښتنې لري ډاګینه کړه: د دغو ټولو چټکو بدلونونو شاته داسې تفکر دی چې له امریکا او اسرائیلو رژیم څخه سرچینه اخلي.

د ایران د باندنیو چارو وزیر عباس عراقچي زیاته کړه له غزې تړانګې څخه وروسته هغوې لبنان ته ورغلل او وروسته سوریې ته لاړل  او زما په نظر دغه کار به سوریې ته محدود نشي او ټوله سیمه له ګواښ سره مخامخ ده.

هغه ډاګینه کړه: له سوریې مخکې ګواښونه صهیونیسټ رژیم ته محدود وو خو اوس د تکفیري ترهګرو ډلو ګواښ هم ورزیات شوی دی او د پام وړ خبره دا چې په سوریې کښې موجوده وسله والې ډلې د ملګروملتونو لخوا د ترهګرو ډلو په توګه ترهګرۍ ‌ډلې پيژندل شوي او معرفي شوي دي.

عراقچي په دې خبرې سره هغو هیوادونو چې له ترهګرۍ سره د مبارزې ادعا کوي یا چوپتیا غوره کړي ده او یا د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي ټينګار وکړ: د هغوې له نظره دوه ډوله ترهګرۍ یعني ښه او بده ترهګرۍ شته او که چیرې ترهګرۍ د دوې د هدفونو په لړ کښې وي نو ملاتړ یې کوي او که چیرې د دوې د ګټو پرخلاف وي نو ورسره مبارزه کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي دې ته په اشارې سره چې په «البوکمال» سیمه کښې بدلونونو د سوریې حالات لا پسې پیچلي کوي وویل: د یوې سرحدي لارې بندیدل زیات اغیز نلري او د مقاومت ډلې پوهیږي چې کومه روده باید غوره کړي.

عراقچي وویل یو وخت ترهګرۍ باید په نطفه کښې له مینځه یوړل شي او یو وخت هم باید په سرحدونو کښې باید له ترهګرۍ سره مبارزه وشي او د دغه کار لپاره بیلابیلې رودې شته.