-
د نتنیاهو او ګالانټ د نیولو حکم صادرېدل د فلسطین د ملاتړو بریا ده
Nov 23, 2024 03:44د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د حقوقي چارو مرستیال کاظم غریب آبادي د بنیامین نتانیاهو او یوف ګالنټ د نیولو په اړه د نړیوالې جنایي محکمې حکم او د دغې تاریخي فیصلې اهمیت ته په اشارې سره زیاته کړه: دغه پریکړه د فلسطین د مظلومو خلکو، د مقاومت محور او د هغوی د ملاتړو لپاره یوه ستره بریا او د صهیونیسټي رژیم او د هغوی د ملاتړو لپاره یوه ناکامي ده.
-
ایران او عربستان د حقوقي همکاریو پر پراخولو ټینګار وکړ
Nov 23, 2024 03:37د ایران او عربستان استازو د عربستان په پلازمېنه ریاض کې د صنعتي ډیزاینونو د حقوقو د تړون د ډیپلوماتیکې غونډې په څنډه کې، له یو بل سره وکتل او د دواړو لورو ترمنځ یې د حقوقي همکاریو پر زیاتوالي ټینګار وکړ.
-
په لبنان کې ۲۲۶ روغتیايي کارکوونکي او ناروغان وژل شوي او ۱۹۹ تنه نور ټپیان دي
Nov 23, 2024 02:56د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې د صهیونیسټي رژيم د جنګي الوتکو د هدفي بریدونو له امله، د لبنان د طبي کارکوونکو او ناروغانو د شهیدانو شمېر، د اوکراین او غزې له جګړه څخه زیات دی.
-
د «فلسطین ۲» بالسټیک توغندي سره د صهیونیسټي رژيم «نواتیم» اډه په نښه شوه
Nov 23, 2024 02:48د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند په یوه بیانیه کې اعلان کړی چې د دغه هېواد پوځ د صهیونیسټي رژیم د «نواتیم» هوایي اډه یې په توغندیزې حملې سره په نښه کړې ده.
-
د ایران او پاکستان د پوهنتوني اړیکو پراختیا
Nov 22, 2024 03:55په اسلام آباد کښې د ایران د کلتوري صلاحکار او د پاکستان د لوړو زدکړو د کمیشن د مشر ترمینځ کتنه کښې د دواړو ګاونډي هیوادونو ترمینځ د پوهنتوني اړیکو د پراختیا په اهمیت ټینګار وشه.
-
پيښور کښې له غزې او مسجدالاقصی د ملاتړ په چورلیز، د اسلامي امت د وحدت کانفرنس جوړ شو
Nov 22, 2024 03:46پاکستاني پوهانو د«لبیک یا غزه، لبیک یا اقصی» په نوم د اسلامي امت د وحدت او یووالي په کانفرنس کښې د مقاومت د چورلیز د شهیدانو لوړ مقام ته احترام وکړ او د غزې له مظلومو خلکو یې ملاتړ وکړ.
-
حماس او جهادِ اسلامي غورځنګونو او اروپايي اتحاديې د نتانیاهو د نیولو د حکم هرکلی کړی
Nov 22, 2024 03:37حماس غورځنګ پرون په دې هکله وویل: مونږ د نتانیاهو او ګالانټ په شان ترهګرو لپاره د توقیف د حکم له صادریدو هرکلی کوو.
-
د واکمنې شورا له غړو سره د عراقچي د صلاح مشورې دوام لري
Nov 22, 2024 02:04د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د واکمنې شورا د غړو هیوادونو له خارجه وزیرانو سره د خپلو صلاح مشورو په دوام کښې وویل: د ایران خلاف د پریکړه لیک تصویب به، د ایران له متقابلو اقداماتو سره مخامخ شي.
-
د نتانیاهو او ګالانټ د نیولو حکم صادر شو
Nov 22, 2024 01:51رسنیزو سرچینو وویل چې د جزا نړیوالې محکمې د صهیونیسټي رژيم د وزیراعظم او د جنګ د څنګته کړی شوي وزیر د نیولو حکم صادر کړ.
-
د حق او د باطل د چورلیز نړیواله شخړه؛ سعیدي: بشریت د مصلح موعود په انتظار دی
Nov 21, 2024 09:03پارس ټوډی –د ایران د ټولو قواو د قومندان د عقیدتي او د سیاسي دفتر مشر حجت الاسلام و المسلمین «علي سعیدي شاهرودي» په دې خبرې سره چې نن سبا د مصنوعي ځیرکتیا یعني د مصنوعي هوش ټیکنالوژۍ د نړیوال استکبار او د هغه د هدفونو په خدمت کښې ده وویل باید پوه شو چې له کوم ډول دښمن سره مخامخ یوو.