ایران او عربستان د حقوقي همکاریو پر پراخولو ټینګار وکړ
د ایران او عربستان استازو د عربستان په پلازمېنه ریاض کې د صنعتي ډیزاینونو د حقوقو د تړون د ډیپلوماتیکې غونډې په څنډه کې، له یو بل سره وکتل او د دواړو لورو ترمنځ یې د حقوقي همکاریو پر زیاتوالي ټینګار وکړ.
د سحاب شبکې د خبر له مخې؛ د ایران د املاکو او اسنادو د ثبت سازمان مشر حسن بابايي په عربستان کې د فکري ملکیتونو د چارو له مشر عبدالعزیز بن محمد السعیلیم سره په کتنه کې، په ریاض کې د صنعتي ډیزاین د حقونو تړون د ډیپلوماټیکې غونډې په ترسره کولو کې د عربستان د مناسبې کوربه توب او د دغه هېواد له هڅو قدرونه وکړه.
د ايراني پلادوي مشر د ايران او عربستان ترمنځ د همکاريو له رامنځته کېدو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره، سعودي لوري ته د ايران او سعودي ترمنځ د همکارۍ د تفاهم ليک د لاسليکولو نظريه وړاندې کړه چې د عبدالعزیز بن محمد السعیلم لخوا ترې هرکلی وشو.
همداراز په دغه کتنه کې، بابایي په غزه او لبنان کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په وجه د قدس نیواکګر رژیم استازو ته د ویزو د نه ورکولو له امله، د سعودي حکومت ستاینه وکړه او وې ویل: دا کړنه د اسلامي نړۍ او سیمې د اندېښنو په اړه د عربستان د پاملرنې څرګندونه کوي.