د ایران او پاکستان د پوهنتوني اړیکو پراختیا
په اسلام آباد کښې د ایران د کلتوري صلاحکار او د پاکستان د لوړو زدکړو د کمیشن د مشر ترمینځ کتنه کښې د دواړو ګاونډي هیوادونو ترمینځ د پوهنتوني اړیکو د پراختیا په اهمیت ټینګار وشه.
د ایران د سفارت کلتوري صلاحکار «مجید مشکي» په اسلام آباد کښې د پاکستان د لوړو زدکړو د کمیشن له مشر پروفیسر محتار احمد سره ملاقات وکړ او د دوه اړخیزو کلتوري او علمي همکاریو په تیره بیا په بیلابیلو برخو کښې د روزنیزو او پوهنتوني ارګانونو ترمینځ د تعامل په هکله صلاح مشورې وکړې.
د پاکستان د لوړو زدکړو د کمیشن مشر «پروفسور مختار احمد» په دغه ملاقات کښې د دواړو هیوادونو د علمي او پوهنتوني چارواکو د تیر کال په سفر کښې د ایران او پاکستان د پوهنتونونو ترمینځ د څو تعلیمي هوکړو لاسلیک ته اشاره وکړه او ویې ویل: د دغو هوکړو اجرايي کیدل به د دواړو هیوادونو ترمینځ د علمي اړیکو له پیاوړتیا سره ډیره مرسته وکړي.
محتار احمد همداشان د ایران د علمي پرمختګونو په ستاینې او د علمي او پوهنتوني پلاویو په تبادلې باندې په ټینګا سره، د ایران د ساینس او ټیکنالوجۍ او تحقیقاتو وزیر ته، پاکستان ته د سفر کولو بلنه ورکړه.
د ایران کلتوري صلاحکار «مجید مشکي» هم په دغې کتنې کښې، د دواړو هیوادونو ترمینځ د علمي او پوهنتوني اړیکو د لازیاتې پياوړتیا لپاره د پاکستان د لوړو زدکړو د کمیشن د هراړخیزو ملاتړونو قدرونه وکړه.