د نتانیاهو او ګالانټ د نیولو حکم صادر شو
رسنیزو سرچینو وویل چې د جزا نړیوالې محکمې د صهیونیسټي رژيم د وزیراعظم او د جنګ د څنګته کړی شوي وزیر د نیولو حکم صادر کړ.
د جزا نړیوالې محکمې پرون د نتانیاهو او ګالانټ د نیولو په لړ کښې د اسرائیلو د دوباره غور او نظر غوښتنه رد کړه.
د جزا نړیوالې محکمې ویلي دي: داسې منطقي دلیلونه شته چې ښودنه کوي نتانیاهو او ګالانټ، د ملکي خلکو خلاف حملو باندې څارنه لرلې ده. د نتانیاهو او ګالانټ په جنایتونو کښې له لوږې څخه د غزې د خلکو خلاف د یوې وسلې په توګه کار اخیستل شامل دي.
دغه محکمه وايي چې د نتانیاهو او ګالانټ په جنګي جنایتونو کښې همداشان وژلې، ځورونې او شکنجې او غیرانساني کړنې شاملې دي او د صهیونیسټي رژيم وزیراعظم او د جنګ وزیر یې چې په دې وروستیو کښې یې له کاره ګوښه کړی دی، په غزې تړانګې او لویدیځې غاړې کښې د جنګي جنایتونو مسئول دي.
په دغې جنایي محکمې کښې د حقوقي ټیم ویاند هم ویلي چې د نتانیاهو او ګالانټ د نیولو حکم جوت دی او د دوباره غور یا بیاکتنې وړ نه دی.
د صهیونیسټي رژیم د ټیلیویژن ۱۲ چینل هم رپورټ ورکړ چې اسرائیل د سختو دباونو له اچولو سره سره، د جزا د نړیوالې محکمې له خوا د نتانیاهو او ګالانټ د نیولو د حکم د صادرولو په مخنیوي کښې ماتې وخوړله.
دغه چینل تاییده کړه چې په یادې محکمې کښې د صهیونیسټي رژيم په دغو دوو چارواکو باندې لګیدلي تورونه دا دي: د انسانیت خلاف جنایت، په غزې کښې د ملکي وګړو د درملنې مخنیوی، د هغو بریدونو مسئولیت چې د غزې اوسیدونکو ته یې تاوان رسولی او د ملکي وګړو د وژلو لپاره د یوې وسلې په توګه د لوږې استعمال.