-
د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د اسرائیلو پرضد بریدونه وکړل
Nov 08, 2024 12:34زمونږ خبریال راپور راکړی د لبنان د حزب الله جنګیالیو د صهیونیسټ رژیم په څو مهمو او سټراټيژیکو اډو باندې توغندوي حملې وکړې.
-
شهید نصر الله د مقاومت چورلیز د اقتدار په بیلګې بدل کړ
Nov 08, 2024 12:08زمونږ خبریال راپور راکړی د تهران جمعې لمانځه خطیب «سید محمد حسن ابو ترابي فرد» وویل: چې د مقاومت مشر شهید سید حسن نصر الله مجاهد عالم ، زړور، شجاع او نوښتګر قومندان و چې د مقاومت چورلیز یې د صهیونیسټ رژیم او امریکا او د نړیوال استکبار په وړاندې د عربي امت او د اسلامي امت د اقتدار او د مقاومت په بیلګې بدل کړ.
-
د ایران د سپاه پاسداران ځواک څلور نور ټروریسټان هلاک کړل
Nov 08, 2024 11:30ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک د قدس کیمپ د امنیت د شهیدانو د عملیاتو ویاند «سردار احمد شقايي« د ایران په جنوب ختیځ کښې په سیستان او بلوچستان ولایت کښې د څلورو نورو ترهګرو د وژل کیدا خبر ورکړ.
-
د ایران د اسلامي جمهوریت او د ارمنستان د اړیکو په پراختیا ټینګار :-
Nov 08, 2024 10:23په ارمنستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر «مهدي سبحاني» ټینګار وکړ، تهران د ارمنستان د واکمنۍ او د ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کوي او له ګاونډیو هیوادونو سره د دوستانه اړیکو د رامینځته کولو لپاره د ایروان د هڅو هرکلی کوي.
-
د اوکراین ولسمشر د جنګ د بندولو لپاره د ټرامپ له پلان نه دی خبر
Nov 08, 2024 09:33ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي په بوډاپسټ کښې د اروپا د سیاسي ټولنې په پینځمې غونډې کښې د خبري کانفرنس په وخت وویل زه په اوکراین کښې د جنګ د ختمولو لپاره د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرامپ د پلان د جزیاتو په هکله هیڅ اطلاع نلرم.
-
د لبنان حزب الله او د یمن پوځ په اسرائیلو توغندوي بریدونه وکړل
Nov 08, 2024 08:53ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو له لبنان او یمن څخه په نیواکي ټاټوبو باندې د څو توغندیو د ویشتل کیدا خبر ورکړ.
-
د فرانسې حکومت د اسرائیلو رژیم سفیر خارجه وزارت ته ورغوښتی
Nov 08, 2024 08:35ایرنا خبري اژانس راپور راکړی فرانسې په نیواکي قدس کښې د خپل هیواد د خارجه وزیر په ساتونکو باندې له حملې وروسته په پاریس کښې د اسرائیلو سفیر احضار کړ.
-
روسیه د امریکا له نوي ولسمشر ټرمپ سره خبرواترو ته چمتو ده
Nov 08, 2024 08:06زمونږ خبریال راپور راکړی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ ته د بریا مبارکي ورکړې او زیاتوي چې مسکو له هغه سره خبرواترو ته چمتو دی.
-
په هالینډ کښې د فټبال لوبې په وخت د اسرائیلو یولس ښاریز ژوبل شول
Nov 08, 2024 07:47زمونږ خبریال راپور راکړی د هالینډ هیواد په ایمسټرډم کښې د فټبال د اروپا د لیګ د سیالۍ په وخت د اسرائیلو د فټبال په مینه والو باندې حملې کښې تراوسه یولس اسرائیلي ښاریز ژوبل شوي او له دوو نورو سره تماس غوڅ شوی دی.
-
د یمن دریځونو د ظالم صهیونیسټ رژيم ټول معادلات ګډوډ کړي
Nov 08, 2024 07:27ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په یمن کښې د فلسطین د حماس غورځنګ استازي «معاد ابوشماله»وویل له فلسطین څخه په ملاتړ کښې د یمن دریځ د صهیونیسټي دښمن معادلات ګډوډ کړي.