-
د صهیونیسټي رژیم له بمباریو وروسته په غزه کې قحطي د مړینې یو بل لامل دی
Nov 08, 2024 02:23د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ویلي چي په غزې تړانګه کې ملکي فلسطینیان د نړۍ د سترګو په وړاندې د لوږې او قحطۍ له امله مړه کېږي.
-
له ایران څخه له ۲.۵ میلیاردو ډالرو څخه زیات د خوراکي توکو کلني صادرات
Nov 08, 2024 02:07په کلني ډول د ۲.۵ میلیاردو ډالرو څخه زیات ایراني محصولات چې د خوراکي توکو په برخه کې تولیدېږي، د نړۍ مختلفو هېوادونو ته صادرېږي.
-
د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره دا مهمه نه ده چې د امریکا ټاکنې چا ګټلي دي
Nov 08, 2024 01:52د سحاب شبکې د خبر له مخې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دې په بیان سره چې، د ایران د اسلامي جمهوریت نظام پر خپل داخلي ځواک باندې په تکیې سره، د عزت او عظمت لرونکی ملت دی، څرګنده کړه: د ایران لپاره به هېڅ فرق ونکړي چې څوک د امریکا په ټاکنو کې بریالی شوی دی، ځکه چې د ایران او د ایران د اسلامي جمهوریت جوړښت، په خپل داخلي ځواک تکیه کوي.
-
د صهیونیسټي رژیم پوځ د غزې پر خلکو څه باندې ۸۵ ټنه بمونه غورځولي دي
Nov 08, 2024 01:36د فلسطین د چاپېریال ساتنې ادارې په یوه راپور کې ویلي چې، د صهیونیسټي رژیم پوځ په تېرو دیارلسو میاشتو کې، پر غزې د خپل یرغل له پیل راهیسې، د دې سیمې پر خلکو څه باندې پنځه آتیا ټنه بمونه غورځولي دي.
-
زه د حزب ا... ستر قدرت ته احترام لرم او د نتانیاهو خبرو ته هم پام نه کوم
Nov 08, 2024 01:30د صهیونیسټي رژیم پخواني دفاع وزیر یوآف ګالانت ویلي چې د لبنان له سویل څخه د هغوی شاتګ، د لبنان د حزب ا... د پراخ ځواک له امله دی.
-
د حسن نصر الله د کورنۍ یوشمیر غړي شهیدان شول
Nov 07, 2024 13:03ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان په جنوب باندې د اسرائیلو د نسل وژونکي رژیم په هوايي حملې کښې د حزب الله د ارواښاد مشر سید حسن نصر الله د کورنۍ یوشمیر غړي شهیدان شول.
-
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د حق او د مقاومت د جبهې بریالیتوب پریکنده بللی
Nov 07, 2024 12:17د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د لبنان د حزب الله او د فلسطین د حماس غورځنګ وده او خوځندوالي او په قدرت سره مقابلې ته په اشارې سره ټینګار وکړ د خدای پاک د مرستې د نه شک وړ ژمنو او په تیرو لسیزو کښې د حزب الله او د حماس غورځنګونو د بریالیو تجربو پراساس وروستۍ پیښې به په پریکنده توګه د صهیونیسټ رژيم په مقابل کښې د حق او د مقاومت د جبهې بریالیتوب ځان پسې ولري.
-
عرب هیوادونه د فلسطین په غزې کښې د اسرائیلو د جنایتونو تماشه کوي
Nov 07, 2024 09:03ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عربو د حقوقي مسائیلو یوه کارپيژاند «اسامه سعد» د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو په هکله د عربي نړۍ او د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو په منفعلانه غبرګون نیوکه وکړه او ویې ویل چې دوې یوازې په غزې تړانګه کښې د اسرائیلو د نسل وژنې تماشه کوي.
-
د ایران لپاره د جاجونې معیار د امریکا د حکومت کړچار دی
Nov 07, 2024 07:51ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» په دې خبرې سره چې په امریکا کښې د بیلابیلو حکومتونو د تیرو وختونو له سیاستونو او کړچارونو څخه ډیرې ترخې تجربې لرو وویل: هغه څه چې د ایران لپاره مهم او د جاجونې معیار دی د امریکا د حکومت کړچار دی.
-
ایران د اسرائیلو د جنایتونو په هکله د اروپایانو په بې تفاوتۍ خواشینی دی
Nov 07, 2024 07:32ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په فلسطین او لبنان کښې د صهیونیسټ رژيم له جنایتونو او قانون ماتونو سره په مقابلې کولو کښې د اروپايي اتحادیې په چوپتیا خواشینۍ څرګنده کړه.