د اسرائیلو رژیم د سوریې د ولسمشر د وژلو ګواښ کړی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i154150-د_اسرائیلو_رژیم_د_سوریې_د_ولسمشر_د_وژلو_ګواښ_کړی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم « اسرائیل هیوم» ورځپاڼې پرون وویل اسرائیلو د سوریې ولسمشر بشار ته یو له ګواښ څخه ډک پیغام استولی دی.
(last modified 2024-11-11T02:42:21+00:00 )
Nov 11, 2024 05:56 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو رژیم د سوریې د ولسمشر د وژلو ګواښ کړی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم « اسرائیل هیوم» ورځپاڼې پرون وویل اسرائیلو د سوریې ولسمشر بشار ته یو له ګواښ څخه ډک پیغام استولی دی.

دغه ورځپاڼې د اسرائیلو د رژيم د چارواکو په قول ادعا وکړه د سوریې ولسمشر بشار اسد ته ویل شوي دي که چیرې له سوریې څخه لبنان ته د وسلو د انتقال په مخنیوي کښې ملګرتیا ونکړې نو د لبنان د حزب الله د مشر حسن نصر الله له برخلیک سره مخامخ کیږې.

د ویلو ده چې د غاصب صهیونیسټ رژيم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د تلې د میاشتې په شپږمه نیټه د امریکا په ملاتړونو او اجازې سره د حزب الله د مشر حسن نصر الله د ټرور حکم صادر کړی و.

د اسرائیلو جعلي او نیواکګر رژیم چې هر ډول اقدامات، جنایتونه او ظلمونه او حملې چې کوي نو د امریکا ، د بریتانیا ، د فرانسې ، د جرمني او د نورو اروپايي هیوادونو په کامل ملاتړ، مرستې او غږملتیا سره یې کوي.