عربستان په لومړي ځل د فلسطین په ملاتړ غږ پورته کړی
د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان، په غزه کې د روانې نسل وژنې غندنه کړې ده. محمد بن سلمان له صهیونیسټي رژیم څخه غوښتي چې پر غزې روان تېری ودروي.
د عربي هېوادونو په سرمشریزه کې د خبرو پر مهال د عربستان شهزاده محمد بن سلمان په لبنان او فلسطین کې د روانې جګړې او نسل وژنې د درېدو غوښتنه کړې ده.
شهزاده سلمان له صهیونیسټي رژیم څخه غوښتنه کړې چې روان تېري ته د پای ټکی کېږدي او د نړۍ له هېوادونو یې غوښتي چې فلسطین د یوه حکومت په توګه په رسمیت وپیژني.
د عربي هېوادونو د سرمشریزې سرمنشي، احمد ابو الغيط ویلي: "د فلسطیني ولس کړاو په الفاظو کې بیانېدلی نه شي. د فلسطیني ولس پر وړاندې د اسرائیلي رژیم اقدامات د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو هڅې کمزورې کوي. یوازې د عدالت په مټ به وکولای شو چې تلپاتې سوله رامنځته کړو."
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې پر غزې د صهیونیسټي رژیم هوايي بریدونه دوام لري، چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي په شهادت رسېږي.