پر صهیونیسټي رزیم دې تسلیحاتي بندیزونه ولګول شي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i154206-پر_صهیونیسټي_رزیم_دې_تسلیحاتي_بندیزونه_ولګول_شي
د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم ویلي چې د فلسطیني وګړو پروړاندې د روانې نسل‌وژنې پایته رسولو لپاره دې، پر صهیونیسټي رژیم تسلیحاتي بندیزونه ولګول شي.
(last modified 2024-11-12T06:27:34+00:00 )
Nov 12, 2024 10:51 Asia/Kabul
  • پر صهیونیسټي رزیم دې تسلیحاتي بندیزونه ولګول شي

د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم ویلي چې د فلسطیني وګړو پروړاندې د روانې نسل‌وژنې پایته رسولو لپاره دې، پر صهیونیسټي رژیم تسلیحاتي بندیزونه ولګول شي.

نوموړي دغه څرګندونې د عرب ټولنې او اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې کړې. ابراهیم د خپلې وینا پرمهال ویلي چې په منځني ختیځ کې د اسرائیلو د روان تیري پایته رسولو لپاره بېړنيو اقداماتو ته اړتیا ده.

هغه همداراز لبنان کې پر سوله‌ساتو ځواکونو د اسرائیلو بریدونه هم په کلکو ټکو غوندلي دي.

انور ابراهیم زیاته کړې چې اسرائیلو پر لبنان، عراق، ایران، یمن او سوریې باندې ښکاره او نه‌کنټرولېدونکي تېري مخنیوي لپاره، پرېکنده اقدام ته اړتیا ده.

د مالیزیا لومړي وزیر ټينګار کړی چې هېوادونه په غزه کې د انروا «د فلسطیني بې‌ځایه شویو لپاره د ملګروملتوننو مرسندویه سازمان» څخه په متزلزله توګه ملاتړ کوي او په وینا یې، په دې اړه هم باید اقدام وشي.

صهیونیسټي ځواکونو له تېرې یوې میاشتې راهیسې له غزې سربېره، لبنان، یمن، سوریه او ایران باندې هم بریدونه کړي، چې د یادو بریدونو پرمهال سلګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

همداراز غزه چې دا مهال تر سختې کلابندۍ لاندې ده، زرګونه کسان د لوږې له لوړ ګواښ، روغتیايي او نورو خدمتونو له نشتون سره مخ ده.