-
پر نتنیاهود صهیونسټانو سخت ټکونه،له ځانه وشرمیږه
Oct 28, 2024 11:57سحاب – د صهیونیسټي بندیانو یو شمیر کورنیو د جنایتکار صهیونیسټي رژیم د لومړي وزیر د وینا دستورې ترینګلي کړې او پر هغه ئې حمله وکړه.
-
د فلسطین ملاتړو په میشیګان کې د کاملا هریس ویناغوڅه کړه
Oct 28, 2024 09:51د امریکا یوه فعال سره دنورو لسګونو ملګرو دامریکا د ولسمشرۍ د ډیموکراټانو د کاندیدې کاملا هریس د وینا په وخت په غزې کې د صهیونیسټي رژیم دنسل وژنې دجنګ د ختمولو غوښتو سره وینا غوڅه کړه.
-
د اسرائیلو ښاریزو د لومړي وزیر پرضد شعارونه ورکړل
Oct 28, 2024 02:41زمونږ خبریال راپور راکړی د اسرائیلو ښاریزو په تل اویو کښې د لومړي وزیر نتانیاهو د وینا په وخت د هغه پرضد شعارونه ورکړل او هغه یې له وینا کولو منع کړ.
-
د لبنان حزب الله د اسرائیلو څلور پوځيان هلاک کړل
Oct 28, 2024 02:06زمونږ خبریال راپور راکړی د لبنان په جنوب کښې له اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله سره په جنګ کښې د اسرائیلو د پوځ د یوه جګړن یعني میجر په شمول څلور پوځيان هلاک شول او څوارلس نور ژوبل هم شول.
-
مصر په غزې تړانګه کښې د څلور ورځې اوربند وړاندیز کړی
Oct 28, 2024 01:41زمونږ خبریال راپور راکړی د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي وویل چې قاهرې د فلسطین په غزې تړانګه کښې د دوه ورځې اوربند وړاندیز کړی دی چې پکښې به د څلورو اسرائیلي یرغمل شویو کسانو په بدل کښې ځینې فلسطیني بندیان خوشي شي.
-
ملګروملتونو د غزې په شمال کښې حالت ډير ناوړه وباله
Oct 28, 2024 01:25زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش وویل چې زه د فلسطین د غزې تړانګې په شمال کښې د وژلۍ او د ژوبلې او د تباهۍ ویرونکي سویې لړزولی یم چیرې چې د اسرائیلو پوځیان حملې کوي او وايي چې هدف یې د حماس غورځنګ د بیا منظمیدا مخه نیول دي.
-
د امریکا د ولسمشر مرستیالې وویل چې ایران باید په اسرائیلو برید ونکړي
Oct 28, 2024 01:14ایرنا خبري اژانس راپور راکړ د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند کاندیدې او د ولسمشر جوبایډن مرستیالې «کامالا هریس »د سي بي ایس ټیلي ويژن د خبریال پوښتنې ته په ځواب کښې چې ایران ته د ستا پیغام څه دی : وویل ایران اسرائیلو ته ځواب ورنکړي یعني حمله ورباندې ونکړي.
-
امریکا په لویدیځه اسیا کښې د تاوتریخوالي په کمولو کښې ناکامه شوي ده
Oct 28, 2024 00:58ایرنا خبري اژانس راپور راکړی سي این این ټیلي ويژن په یوه راپور کښې په لویدیځه اسیا سیمه کښې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د امریکا د حکومت هڅه بې ګټې وبلله.
-
د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله په اسرائیلو بریدونه وکړل
Oct 28, 2024 00:46ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان حزب الله غورځنګ د نیواکي فلسطین په شمال کښې د صهیونیسټ میشته ښارګیو او د صهیونیسټ رژیم د پوځیانو په مرکزونو باندې د حملو او د یوشمیر صهیونیسټانو د هلاکت او د ژوبلیدا خبر ورکړ.
-
امریکا او لویدیځ هیوادونه د اسرائیلو په جنایتونو کښې شریک دي
Oct 28, 2024 00:30زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان « جنګ» ورځپاڼې امریکا د اسرائیلو د نسل وژونکي رژیم ملګري او مرسته کونکي وبلله.