د بریتانیا ګڼ شمیر سیاسي شخصیتونو او وکیلانو په حکومت نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i153832-د_بریتانیا_ګڼ_شمیر_سیاسي_شخصیتونو_او_وکیلانو_په_حکومت_نیوکه_وکړه
زمونږ خبریال راپور راکړی د بریتانیا په سلګونو سیاسي شخصیتونو او حقوقي وکیلانو په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ غاصب رژیم د نسل کشۍ په وړاندې د انګلستان د لومړي وزیر او د خارجه وزیر په دریځونو نیوکه وکړه.
(last modified 2024-11-02T20:14:57+00:00 )
Nov 03, 2024 00:38 Asia/Kabul
  • د بریتانیا ګڼ شمیر سیاسي شخصیتونو او وکیلانو په حکومت نیوکه وکړه

زمونږ خبریال راپور راکړی د بریتانیا په سلګونو سیاسي شخصیتونو او حقوقي وکیلانو په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ غاصب رژیم د نسل کشۍ په وړاندې د انګلستان د لومړي وزیر او د خارجه وزیر په دریځونو نیوکه وکړه.

د بریتانیا درې سوه سیاسي شخصیتونو او حقوقي وکیلانو د لومړي وزیر «کیر استارمر» او د خارجه وزیر «ډیویډ لیمې» په څرګندونو باندې نیوکې سره چې ویلي یې وو د فلسطین په غزې تړانګه کښې هیڅ نسل کشۍ نه ده شوي  په غزې تړانګه کښې د صهیونسیټ نیواکګر رژیم د نسل کشۍ په هکله د بریتانیا د حکومت د دوه ګوڼه کړچار د ختمیدا غوښتنه وکړه.

د بریتانیا حکومت په داسې حال کښې د اسرائیلو له جعلي رژیم څخه په هراړخیزه ملاتړ ټینګار کوي چې د «ایپسوس» موسسې د تر ټولو نوي نظر سنجې د پایلو پراساس د بریتانیا درې اویا فیصده خلک په غزې تړانګه کښې د سمدستي اوربند د ټینګیدا او هلته د صهیونیسټ د جنایتکار رژیم لخوا د خلکو د وژلې او د جنګ د بندیدا غوښتونکي دي.

د بریتانیا د خلکو بیلابیلو پرګنو تراوسه په لسګونو مظاهرو ترسره کولو سره له غاصب صهیونیسټ رژيم او د هغه له ملاتړو هیوادونو څخه خپله کرکه او غصه څرګنده کړي ده او له صهیونیسټ نسل وژونکي رژیم څخه یې د بریتانیا د حکومت د  ملاتړ د سملاسي ختمیدا غوښتنه کړي ده.