-
ایران د اسرائیلو د تیري په هکله د لندن په دریځ نیوکه وکړه
Oct 28, 2024 00:19زمونږ خبریال راپور راکړی په لندن کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په ایران باندې د اسرائیلو رژیم د تیري په هکله د بریتانیا په غیر اصولي دریځ باندې نیوکه وکړه.
-
اسلامي ایران به د اسرائیلو رژیم تیري ته مناسب ځواب ورکړي
Oct 28, 2024 00:07زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وویل د ایران اسلامي جمهوریت جنګ غوښتونکی نه دی خو د ملت او د هیواد د حقوقو دفاع به وکړي او د صهیونیسټ رژیم تیریو ته به مناسب ځواب ورکړي.
-
وحشي صهیونیسټي رژيم له محاسباتي تیروتنې سره مخ شوی دی
Oct 27, 2024 12:27د اسلامی انقلاب معظم لارښود ووئيل؛ د صهیونیسټ رژيم مشران د ایران د اسلامی جمهوریت په باب له محاسباتي تیروتنې سره مخ دی ، ځکه چې د ایران ملت او ځوانان نه پيژني او تراوسه پورې نه دی توانیدلی ددغه ملت په نوښت،توانمنئ ،قدرت او ارادې باندې په سمه توګه پوه شي.
-
د امریکا ملاتړ په سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم د سرکشۍ سبب دی
Oct 27, 2024 10:03د ایران اهل سنتو عالمانو په ایران د صهیونیسټي رژیم د تیریو په غبرګون کښې وویل: د امریکا ملاتړ په سیمه کښې د صهیونیسټي رژیم د سرکشۍ سبب دی.
-
د صهیونیسټي رژیم اقدامات نړیوالې سولې او امنیت لپاره جدي ګواښ دی
Oct 27, 2024 08:18د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ایران په پوځي مرکزونو د صهیونیسټ رژیم له وروستیو حملو وروسته د امنیت شورا مشر او د ملګرو ملتو سرمنشي ته په یوه لیک کښې ټینګار وکړ: د تل ابیب اقدامات نړیوالې سولې او امنیت ته جدي ګواښ دی.
-
پر خبریالانو د اسرائیلو برید جنګي جنایت دی
Oct 26, 2024 03:54د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د صهیونیسټي رژیم له خوا د لبنان په سویل ختیځ کې د خبریالانو پر کورونو بمباري، د اسرائیلو د جنګي جنایت بله بېلګه وبلله.
-
په کازان کې د ارمنستان او اذربایجان جمهوریت د مشرانو ترمنځ لیده کاته
Oct 25, 2024 10:46سحاب – د اذربایجان ولسمشر الهام علی اف او د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان د روسیې په کازان ښار کې د بریکس د ۱۶مې سرمشریزې په څنډه کې د دواړو هېوادونو په راتلوونکو اړیکو خبرې اترې کړي.
-
د فرانسې ولسمشر: د بارباریت او وحشت په کرلو سره د تمدن نه دفاع نه کیږي
Oct 25, 2024 10:24د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته په اشارې سره ویلي: زه باور لرم چې د بارباریت او وحشت په کرلو سره د تمدن نه دفاع نه کیږي."
-
پوتین: په لویدیځه اسیا کې د کړکېچ لامل د یوه خپلواک فلسطیني دولت نشتوالی دی
Oct 25, 2024 09:23سحاب – د روسیې ولسمشر په لویدیځه اسیا کې د وضعیت د خرابیدو په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره، په سیمه کې د کړکیچ اصلي لامل د یوه خپلواک فلسطیني دولت نه شتون وباله.
-
له صهیونیسټ رژیم سره د جاپاني شرکتونو د همکارۍ ختمیدل
Oct 25, 2024 09:13سحاب - د خلکو د اعتراضونو زیاتوالي او د ځینو لویو جاپاني شرکتونو په فعالیت کې د بدلونونو په ګډون یو شمېر نور لاملونه د دې ښودنه کوي چې جاپاني شرکتونه د صهیونیسټي رژیم سره خپلې همکارۍ پای ته رسوي.