د رڼا سرچینې د زیات غواړو میرمنو رټل
(last modified Thu, 31 Oct 2024 10:45:00 GMT )
Oct 31, 2024 15:15 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې  د زیات غواړو میرمنو رټل

د تهران د پښتو خپرونې خوږومینه والو په دې شیبو کې درڼا سرچینې نومې لړۍ له ننني ۱۲۹مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو ، په دغه ننني مطلب کې د قرآن کریم د احزاب سورې له ۲۸ تر ۳۱  پورې د آیتونو د نزول په باب درسره غږیږو، نو هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي.

    خوږو دوستانو  د سیمې له کفارو او یهودیانو سره په جنګ کې د اسلام  د مبارزانو فتحې ډير زیات غنیمتونه د مسلمانانو په نصیب کړل. د مدینې میرمنو د خپلو لومړنیو اړتیاؤ له تامینولو وروسته سوکه سوکه د خپلو کورونو سنګارولو ته مخه کړه .دوي همداراز هغه طلا او جواهرات چې  د دوي د میړونو په نصیب کیدل،د خپل سنګار لپاره  ئې ورڅخه استفاده کوله. ورو ورو  په دوي کې پر یوه بل د برلاسي او سیالۍ مرحله دود شوه.تر دې چې د پیغمبرمیرمنې هم ورڅخه اغیزمنې شوې او ددوي لپاره هم توقعات رامینځةشول. نو ځکه  ئې خپلې غوښتې له پیغمبراکرم(ص)سره شریکې کړې. له هغوي هرې یوې له پیغمبره غوښتې درلودې. د مثال په توګه؛ ام سلمه؛  چې   له دیندارئ او عقل له پلوه د پیغمبر اکرم یوه ترټولو غوره میرمن حسابیدله ، دتوانمنئ، په خاطر ئې د خدمت کونې غوښته کوله چې د هغه په کار کې مرستندویه شي. ؛میمونه؛ د پیغمبر اکرم (ص) یوه بله ښه او ممتازه ماندینه حسابیدله،د ښه او ښکلي ټوکر او جامو خبره ئې کوله چې یوې میرمنې اغوستې وه او دې لیدلې وه  او ورپورې ئې زړۀ تړلی ؤ. د پیغمبر اکرم(ص) یوه بله ځوانه میرمن؛زینب؛ وه چې له یمن څخه د یوه ټوکر په سفارش پسې وه.؛حفصه ؛ هم  هغه ګرانبیّه قالین  چې  د خیبر یهودیانو  اوبتلی ؤ ،خبره کوله. لنډه دا چې  هرې یوې یوه غوښته  درلوده.

نو وائي چې پیغمبراکرم(ص)  د هرې یوې ماندنې  ټولو غوښتو ته غوږ کیښودو، خو چُپتیا ئې غوره کړه او هیڅ ئې ونه وئيل. خو دوي  د هغه بزرګوار د نبوَت  شأن او مقام په نظر کې له نیولو پرته ، له پیغمبر اکرم(ص) سره د تاؤتریخجنو خبرو  تر حده ورسیدې چې وئيل ئې ؛ته ګمان کوې چې که  مونږ ته طلاق راکړې ، نو پخپلو قبیلو  اوقومونو کې به له تا پرته  بل خاوند  ونه مومو.:::؟

 

 

     پیغمبر اکرم (ص) پوهید،ددغو غوښتو پوره کیدا یا منل څه پایلې لري  چې هیڅ یوه ئې د خداي د پیغمبر له کور سره ښه نه ښکاریده. پر دې اساس، هغه بزرګوار ددغو ښتنو له پوره کولو  ډډه وکړه اوددې لپاره چې  دوي پخپلې تیروتنې پوهې شې،او خپلې غوښتنې کمې کړي،له هغوي ئې تر یوې میاشتې پورې څنګةشو،تردې چې د خداي په فرمان سره مامور کیږي، چې په پریکنده ډول له دې مسئلې سره چلند وکړي او له دوي سره د تل لپاره خپل وضع روښانه کړه.

 خداوندمتعال د قرآن کریم د احزاب سورې د آیتونو په نازولو سره،د پیغمبراکرم(ص) د ماندنو (همسرانو)دندې چې  باید د  ایماندارو  میرمنو  بیلګه او اسوه  ووسي،د تل لپاره  روښانه کړې . دوي باید ایمان، صالح عمل  او معنویّت ته پر خاص توجه سربیره، زاهدې او تقوادارې وائ او  د دنیا پړَک پړوک په باب بې پروا وائ،اوس که دغه میرمنې هماغه شان چې دي،پاتې شي،او د خداي د رسول  د همسرئ  لوي ویاړ ولري،که نه نو له هغه دې جدا شي.:

د احزاب سورې له ۲۸تر ۳۱ پورې آیتونه  د ښو اوبدو کارونو په وړاندې د پیغمبر اکرم(ص) دمیرمنو د موقعیّت په بیانولو سره او همداراز ددوي د درندۀ مسئولیّت او ممتاز مقام په بیانولو سره  په یولړ عباراتو سره روښانه کوي او خداوندمتعال فرمائي  ؛ یا أَیُّهَا النَّبِیُّ قُلْ لاِزْواجِکَ إِنْ کُنْتُنَّ تُرِدْنَ الْحَیاةَ الدُّنْیا وَ زِینَتَها فَتَعالَیْنَ أُمَتِّعْکُنَّ وَ أُسَرِّحْکُنَّ سَراحاً جَمِیلاً / وَ إِنْ کُنْتُنَّ تُرِدْنَ اللّهَ وَ رَسُولَهُ وَ الدّارَ الاْخِرَةَ فَإِنَّ اللّهَ أَعَدَّ لِلْمُحْسِناتِ مِنْکُنَّ أَجْراً عَظِیماً / یا نِساءَ النَّبِیِّ مَنْ یَأْتِ مِنْکُنَّ بِفاحِشَة مُبَیِّنَة یُضاعَفْ لَهَا الْعَذابُ ضِعْفَیْنِ وَ کانَ ذلِکَ عَلَى اللّهِ یَسِیراً * وَ مَنْ یَقْنُتْ مِنْکُنَّ لِلّهِ وَ رَسُولِهِ وَ تَعْمَلْ صالِحاً نُؤْتِها أَجْرَها مَرَّتَیْنِ وَ أَعْتَدْنا لَها رِزْقاً کَرِیماً:؛ ائ پیغمبره! خپلو ماندینو ته ووایه ؛ که  تاسو د دنیا او پَړک پړوک  ژوند غواړئ ،نو راشئ ، یوه ښه ډالۍ به درکړم  او  تاسو به خوشي کړم،/او که  تاسو  خداي او دهغه پیغمبر  او د آخرت خیر غواړئ، نو خداوند د تاسو نیکو لپاره لوي انعام او جایزه  تیاره کړې ده./ ائ د پیغمبر میرمنو! په تاسو کې هرچا ښکاره  ګناه وکړه، نو عذاب به مو دوه چنده وي؛/ او دا د خدای لپاره آسان کار دی./ او په تاسو کې هر څوک د خدای او د هغه دپیغمبر  لپاره خضوع وکړي او صالح عمل ترسره کړي، نو د هغې انعام به دوه چنده وي اود هغوی لپاره له ارزښته ډکه روزي تیاره کړې ده :::

                هغه کسان چې د وحي په کور کې او دنبوت په مرکز کې ژوند کوي، د خدای له پیغمبر سره ئې دایمی ارتباط ته په پامس ره  د اسلامی مسئلو په زمینې کې  د هغوی پوهیدا  له نورو خلکو لازیاته ده . پر نورو سربیره دوي ته  سترګې غړول کیږي او د دوي عملونه او چلند  د نورو لپاره سرمشق او بیلګه  دي. له همدې امله  د خداي په درګاه کې ددوي ګناه هم لا لویه وي ، ځکه چې  هم  ثواب او هم عذاب ، د معرفت او د پوهیدا داندازې په اساس  ورکول کیږي. دپیغمبر اکرم(ص) ماندینې  هم  د پوهې لا زیاته ونډه لري  او هم   پر ټولنې د اغیز شیندنې له پلوه  لا زیات حساس موقعیّت کې دي. نوځکه  ئې  ښکاره ګنا ، په اصل کې دوه ګناهانې دي. یوه  هغه ګناه  چې ئې ترسره کړې ده  او بله هغه ګناه چې  اسلام ته تاوان رسولی . البته  په مقابل کې هم  که د دوي ښه کار  د اسلام عزت  او آبرو زیاته کړي او یوډول ددین تبلیغ شي، نو دوه برابره ثوابه برخمنې کیږي. او دا  قانون د پیغمبر اکرم  میرمنو ته مخصوص نه دی،  هرڅوک  چې چلند ئې  له دین سره په پيوند کې ولیدل شي  او  د خلکو په نظر کې یوډول  دد ین په اړه اغیزشیندونکی وي،نو همدغه قانون دهغه په باب  هم اجرا کیږی.لکه څنګه یوۀ کس حضرت امام سجاد علیه السلام ته عرض وکړ؛ إِنَّکُمْ أَهْلُ بَیْتٍ مَغْفُورٌ لَکُم؛تاسو هغه کورنۍ یاست، چې  خداوندپخپلې بخښنې کې شامل کړي یاست. :: امام بزرګوار په دغو خبرو خپه شو او وې فرمائيل؛مونږ ددې لایق یوو چې  هغه  څه چې خدای د پیغمبر اکرم د میرمنو په باب جاری کړي دي،د مونږ په باب هم جاري شي؛نه داسې  چې  ته وائې. مونږ  د خپلو نیکوکارونو لپاره  دوو  انعامونو ته او د مونږ بدو کارونو لپاره  دوو عذابونو ته قایل  یوو.بیا داحزاب سورې ۳۰ او ۳۱آیتونه ئې د شاهد په توګه  تلاؤت کړل.

           خداوندمتعال د احزاب سورئې په ۳۱ آیت  کې د عذاب دوه برابره کیدا ته له اشارې وروسته فرمائي؛ دغه کار د خداي لپاره آسان دی، داسې نه چې څوک فکر وکړي، د پیغمبر اکرم د میرمنو ارتباط،ددوي د سزاګانو خنډ کیږي.ځکه چې زیاتره خلک د خبلو خپلواکو او دوستانو ګناهانو باندې سترګې پټې کړي او یا کم اهمیّته وبلل شي. البته  په دغه آیت کې یادونه کیږی چې پوهه شي، خداوند به دغه حکم  دتاسو په باب په قطعي توګه اجرا کړي.:

هماغه شان چې له تاسو هر یو کس، د خدای او دپیغمبر اکرم(ص) په وړاندې په خضوع سره  اطاعت وکړي او یو صالح عمل وکړي، دهغه انعام به دوه چنده  ورکړي. جالبه ده چې په دغه آیت کې د یقنت(له قنوت مادې)ټکي څخه استفاده شوې ده چې په خضوع او ادب سره یوشان داطاعت په معنا دی او په دغه تعبیر سره، د پیغمبر اکرم(ص) میرمنو ته دغه خبره ورسوي  چې هم د  خداي او د پیغمبر اکرم د فرمان مطیع ووسئ او هم د ادب شرط په بشپړ ډول رعایت کړئ،نو ځکه دغه ډیر کارنده ټکی ، دلته هم لیدل کیږی چې  یوازې د ایمان او اطاعت   ادعا کافی نه ده ، بلکې باید  دهغو آثار پهعمل کې هم رابرسیره شي.

خوږو دوستانو؛هماغه شان چې تاسو وینئ،که څه هم په دغوخبرو کې  مخاطب  دپیغمبر اکرم(ص) میرمنې دي چې که اطاعات وکړي،نو انعام  ئې دوه برابره کیږی او که  کومه ښکاره ګناه وکړي ،نو سزا ئې هم دوه برابره ده،خو د آیتونو په محتوا او د هغو په نتیجې کې ټول شاملیږي، په تیره هغه کسان چې  د رهبرۍ په مقام کې خلک راغلي دي .ځکه چې دغه کسان  یوازې  په شخصي اړخ کې  اړخ کې مطرح نه دي،او د دوي اجتماعي اړخ هم  دتوجه وړ دی . همدغه اړخ ،  یو شمیر هدایتولی او یو شمیر هم ګمراه کولی شي، نوځکه په یوه حدیث کې  امام صادق  علیه السلام  فرمائي؛: یغفر للجاهل سبعون ذنبا قبل ان یغفر للعالم ذنب واحد! ؛د جاهل اویا ګناهانې بخښل کیږي، له دې مخکې چې د یوه عالم ګناه وبخښل شي.::

د تهران د پشتو خپرونې خوږو مینه والو  د رڼا سرچینې  ددغه یوسل نهه ویشتم مطلب وخت هم همدومره ؤ نو له دې مخکې  چې له تاسو اجازت وغواړو ،باید ووایو چې د تهران دپښتو ریډیو د پښتو خپرونې انټرنیټي سایټ  ایدریس  PARSTODAY.IR/PS  هم درسره نوټ کړئ څو په دغه ویب پاڼې کې له وروستیو سیمه او نړیوالو خبرونو او پيښو ځانونه خبر کړئ  او د تاسو  خپل پروګرام؛هرکله راشه؛ هم واورئ، نو په نیاؤمن او پتمن خداي مو سپارو، بریالي او توانمن ووسئ.

  (سیماب)

***********************************************

 

ټیګونه