-
امریکا، اسرائیلو ته د تاډ توغندوي دفاع سیسټم ورکوي
Oct 14, 2024 02:53زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا دفاع وزارت پینټاګان وویل چې واشنګټن به په اسرائیلو کښې د توغندوي ضد سیسټم او پوځي عمله دیره کړي چې خپل ائتلافي اسرائیل د ایران له بالقوا توغندوي حملو څخه خوندي وساتي.
-
د لبنان حزب الله غورځنګ زیاتې وسلې په اختیار کښې لري
Oct 14, 2024 02:18زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا نیشنل انټرسټ ورځپاڼې اعتراف وکړ د لبنان حزب الله ګڼ شمیر وسلې لري چې ممکنه ده د اسرائیلو په ځمکنۍ حملې کښې ترې استفاده وکړي.
-
د ایران توغندوي برید د اسرائیلو رژیم ته زیات تاوانونه اړولي دي
Oct 14, 2024 02:04زمونږ خبریال راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم سرچینو اعتراف وکړ چې په نیواکي ټاټوبو باندې د ایران وروستۍ توغندوي حملې ستر او بې مخینې تاوانونه رسولي دي.
-
اسلامي هیوادونه باید له اسرائیلو رژيم سره اړیکې غوڅې کړي
Oct 14, 2024 01:54ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیلو له نسل وژونکي رژیم سره د اسلامي او د عربي هیوادونو د اړیکو د غوڅولو غوښتنه وکړه.
-
صهیونیسټ رژیم د لبنان په جنوب کښې کلسټر بمونه کارولي دي
Oct 14, 2024 01:38اناتولي خبري اژانس راپور ورکړ د لبنان حزب الله غورځنګ وویل، د اسرائیلو نسل وژونکی رژیم په کلسټر بمونو سره د لبنان په سرحدي ښارونو باندې بمباریانې کوي.
-
د حضرت فاطمه معصومه س د وفات په هکله تسلیت ومنئ
Oct 14, 2024 01:28زمونږ خبریال راپور راکړی اسلامي ایران د نړۍ د شیعه مسلمانانو د اتم امام حضرت رضا علیه السلام د ګرانې خور حضرت فاطمه معصومه سلام الله علیها د وفات په شپه په ویر او ماتم کښې ډوب و.
-
په بیلابیلو زمینو کښې د سیمې د هیوادونو اړیکې باید پراخې شي
Oct 14, 2024 01:17ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف وویل، د سیمې د نن ورځې شرایط له بل هر وخت څخه زیات دا ایجابوي چې د اقتصادي ، د سیاسي ، د دفاعي او د امنیتي مسائیلو په حوزه کښې له یوبل سره د سیمې د هیوادونو اړیکې پراخې شي.
-
د ایران خارجه وزیر د سولې او د امنیت په ټینګولو تاکید وکړ
Oct 14, 2024 01:00ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د نړیوالې سولې او د امنیت د ټینګیدا غوښتنه وکړه.
-
په ګولاني لیوا حمله د حزب الله د وسونو یوه کوچنۍ برخه ده
Oct 14, 2024 00:49ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله نن سهار وختي صهیونیسټ رژیم ته ګواښ وکړ او ویې ویل: د دښمن غوږونو ته دغه خبره رسوو هغه څه چې نن ورځ یعني په ګولاني لیوا باندې حمله تاسو ولیدله یوازې د هغو حملو یوه کوچنۍ برخه ده چې باید انتظار یې وکړئ.
-
د لبنان حزب الله په اسرائیلو باندې بریدونو ته دوام ورکړی
Oct 14, 2024 00:33ایرنا خبري اژانس د الجزیرې ټیلي ويژن په قول راپور ورکړ د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله ځواکونو څو ساعته مخکې یوځل بیا د نیواکي ټاټوبو(اسرائیلو) په شمال باندې حملې وکړې او په ټوله سیمه کښې د توغندیو د ویشتل کیدا د سایرنونو غږونه پورته شوي دي.