مشروع دفاع د تهران حق دی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i153332-مشروع_دفاع_د_تهران_حق_دی
د تركيې د بهرنيو چارو وزير، له ايران سره په شخړه كې د خپل هېواد هر ډول ملاتړ رد كړ او ټينګار يې وكړ چې مشروع دفاع د تهران حق دي.
(last modified 2024-10-18T08:58:52+00:00 )
Oct 18, 2024 13:23 Asia/Kabul
  • مشروع دفاع د تهران حق دی

د تركيې د بهرنيو چارو وزير، له ايران سره په شخړه كې د خپل هېواد هر ډول ملاتړ رد كړ او ټينګار يې وكړ چې مشروع دفاع د تهران حق دي.

د مهر خبري آژانس د خبر له مخې، «هاکان فیدان» د ایران او اسرائیلو ترمنځ د شخړې د احتمال په هکله وویل: موږ هېڅ شخړې چې ممکن له ایران سره رامنځته شي یا د جګړې د پیلېدو سبب شي، ملاتړ نه کوو.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: موږ په بشپړه توګه د دې مخالف یو او له بلې خوا، که ایران په مشروع ډول له خپله ځانه دفاع وکړي، دا د تهران حق دی.