د لبنان په جنوبی پولو کې ۵نور صهیونیسټي وحشي پوځیان هلاک شول
https://parstoday.ir/ps/news/event-i153322-د_لبنان_په_جنوبی_پولو_کې_۵نور_صهیونیسټي_وحشي_پوځیان_هلاک_شول
 عبري رسندویو  د لبنان په جنوب کې د مقاومتي مبارزانو په غلچکۍ حملې کې د صهیونیسټي وحشي رژيم  دپوځ د پنځو نورو  جنایتکارو پوځیانو دهلاکت خبر ورکړ.
(last modified 2024-10-18T04:28:36+00:00 )
Oct 18, 2024 01:58 Asia/Kabul
  •   د لبنان په جنوبی پولو کې ۵نور صهیونیسټي وحشي پوځیان هلاک شول

 عبري رسندویو  د لبنان په جنوب کې د مقاومتي مبارزانو په غلچکۍ حملې کې د صهیونیسټي وحشي رژيم  دپوځ د پنځو نورو  جنایتکارو پوځیانو دهلاکت خبر ورکړ.

زمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ،  عبری رسندویو پخپلو وروستیو راپورونو کې  ووئيل،  د نیواکګر صهیونیسټي رژيم  تیریګر پوځ  د لبنا ن په جنوبی پولو کې  د مقاومتي چورلیز له مبارزونو سره په نښتې کې  پنځه نور پوځیان هلاک شوي دي.

ددغې پيښې په باب لازیات جزیات نه دي ترلاسه شوي ، البته د لبنان مقاومتي مبارزانو  دلبنان په جنوب کې  له نیواکګرو صهیونیسټي جنایتکارو پوځیانو سره  په وروستیو  نښتو کې ددغه وحشي او تیریګر رژيم دپوځ زیاتره تجهیزات  له مینځه وړي  او په لسګونو پوځیانو ته ئې مرګ ژوبلې اړولي دي.

وروستي راپورونه ښئ چې د حزب ا... مقاومتي غورځنګ مبارزانو  پخپلو وروستیو  عملیاتو کې تر دې دم ه  دصهیونیسټي رژيم  کابو اولس  مرکاوه ټانکونه هم تباه کړي دي  او دغه راز ئې  د جنوبی لبنان په پولو  کې  څو ځله د صهیونیسټي  وحشي پوځيانو حملې هم په شاتنبولي دي.