-
د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې بم چاودنه شوي
Sep 11, 2024 09:27زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د بلوچستان صوبې په تربت سیمه کښې یوه بانک ته نږدې په بم چاودنه کښې پینځه کسان ژوبل شوي دي او ویل کیږي دغه پینځه کسان لږ شان ژوبل شوي او جسمي حالت یې ښه دی.
-
د ایران او د عراق د دوه اړخیزه اړیکو د پراخولو په هدف سره بغداد ته د پزشکیان سفر :-
Sep 11, 2024 09:17د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر «مسعود پژشکیان» د تهران او د بغداد د اړیکو د پیاوړي کولو او پراخولو په هدف سره د عراق له چارواکو سره د کتنې او سلامشورې لپاره بغداد ته ورسید.
-
د ایران د الوتکو په شرکت بندیز د لویدیځ اقتصادي ترهګرۍ ده
Sep 11, 2024 08:40ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «ناصر کنعاني» د انګلستان ، د فرانسې او د جرمني د خارجه وزیرانو ګډه بیانیه چې ایران ته د هوايي خدماتو د وړاندې کولو د دوه اړخیزه تړونونو په لغو کولو څارنه کوي د ایران د خلکو پرضد د لویدیځو هیوادونو اقتصادي ترهګرۍ وبلله.
-
اسرائیل د فلسطین غزې تړانګې ته د مرستو د رسیدا مخه نیسي
Sep 11, 2024 08:17ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم د کورني امنیت وزیر« ایتمار بن ګویر» په یولړ څرګندونو کښې غزې تړانګې ته د بشر دوستانه مرستو د رسیدا د مخه د نیولو غوښتنه وکړه.
-
امریکا د اسرائیلو لخوا د فلسطنیانو نسل وژنه توجیه کوي
Sep 11, 2024 08:06ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر غړي اسامه حمدان د غزې جنګ په هکله د امریکا په دریځونو باندې نیوکې سره وویل واشنګټن په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژيم نسل کشي توجیه کوي.
-
عربستان او کویت هم د فلسطینیانو خلاف د صهیونیسټي رژیم تازه جنایت وغنده
Sep 11, 2024 04:06سعودی عربستان او کویت په جلا جلا بیانیو کښې د غزې تړانګې په جنوب کښې د فلسطینیانو پرضد د صهیونیسټ رژیم وروستی جنایت وغانده .
-
په غزې باندې د صهیونیسټي رژيم د تیري بندول، نړیواله غوښتنه ده
Sep 11, 2024 04:02د عرب اتحادیې سرمنشي د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په بندولو کښې د نړیوالې ټولنې په ناتوانۍ باندې په نیوکې سره، په غزې کښې د فلسطین د مظلومو خلکو نسل وژنې بندول، نړیواله غوښتنه وبلله.
-
د ایراني وسلو په هکله له دروغ ویلو هدف، له اسرائیلو د لویدیځ د وسلو په ملاتړ پرده اچول دي
Sep 11, 2024 03:59د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: ځینو هیوادونو ته د ایراني وسلو د انتقال په هکله د غلطو او ګمراه کونکو خبرونو خپرول په غزې کښې له نسل وژنې د امریکې او ځینو لویدیځو هیوادونو د وسلو د غیرقانوني او پراخو ملاتړونو د پایلو د پټولو په موخه یوازې یو بد تبلیغاتي اقدام او دروغ دي.
-
د ایران او روسیې د ملي امنیت شورا منشیانو ملاقات وکړ
Sep 11, 2024 03:55د ایران او روسیې د ملي امنیت د عالي شوراګانو منشیانو د روسیې په سن پیټرزبرګ ښار کښې د یوې غونډې ترڅنګ په خپلو کښې کتلي دي.
-
هېڅ ځواک د ایران او ارمنستان ترمنځ د ځمکنۍ اړیکې د خرابولو توان نه لري
Sep 10, 2024 03:11د ارمنستان د امنیت شورا منشي په ایروان کې د ایران له سفیر سره په کتنه کې، د تهران له دریځونو په مننې او قدردانۍ سره ټینګار یې وکړ چې هېڅ قوت د ایران د اسلامي جمهوریت او ارمنستان د دواړو هېوادونو د ځمکنیو اړیکو د خرابولو توان نه لري.