امریکا د اسرائیلو لخوا د فلسطنیانو نسل وژنه توجیه کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر غړي اسامه حمدان د غزې جنګ په هکله د امریکا په دریځونو باندې نیوکې سره وویل واشنګټن په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژيم نسل کشي توجیه کوي.
هغه ډاګینه کړه د امریکا دریځ د اسرائیلو په جنایتونو کښې ملګرتیا کول دي او واشنګټن د صهیونیسټ د نیواکګر رژیم نسل کشۍ توجیه کوي.
حمدان وویل د قدس نیواکګر رژیم هڅه کوي هغه د خلکو وژله چې ترسره کوي یې توجیه کړي ځکه چې متوجه کیږي چې د دغه وژلې عاملان به تر تعقیب لاندې ورشي.
د فلسطین د حماس غورځنګ دغه لوړرتبه غړي وویل عرب هیوادونه کولای شي د اسرائیلو په وړاندې سخت دریځونه غوره کړي.
پرون هم صهیونیسټ رژيم د خان یونس په المواصي سیمه کښې د کډوالو په خیمو باندې برید وکړ چې له کبله یې څلویښت کسان شهیدان او څه د پاسه شپیته نور ژوبل شول.
د غزې د مرستې او د ژغورنې د ادارې ویاند محمود بصل ټینګار وکړ د اسرائیلو په حملې کښې څو کورنۍ په کامل ډول تر خاورو او کنډوالو لاندې شوي دي.
په فلسطین کښې د اسرائیلو رژیم په جنایتونو کښې تراوسه یوڅلویښت زره او شل کسان شهیدان شوي.