په غزې باندې د صهیونیسټي رژيم د تیري بندول، نړیواله غوښتنه ده
د عرب اتحادیې سرمنشي د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په بندولو کښې د نړیوالې ټولنې په ناتوانۍ باندې په نیوکې سره، په غزې کښې د فلسطین د مظلومو خلکو نسل وژنې بندول، نړیواله غوښتنه وبلله.
د عرب اتحادیې سرمنشي د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په بندولو کښې د نړیوالې ټولنې په ناتوانۍ باندې په نیوکې سره، په غزې کښې د فلسطین د مظلومو خلکو نسل وژنې بندول، نړیواله غوښتنه وبلله.
د ایرنا د خبر له مخې د عرب اتحادیې سرمنشي «احمد ابوالغیط» په قاهره کښې د دغې اتحادیې د شورا د وزیرانو په غونډه کښې وویل: له تیر کابو یو کال راهیسې په غزې تړانګې باندې د غاصب صهیونیسټي رژیم د تیري دوام د وژلې په بندولو کښې د نړیوالې ټولنې د ناتوانۍ نښه او د دغې وژلې لپاره د سیاسي پوښښ او جنایتونو د دوام په موخه د یو امنیتي چتر له وړاندې کولو سره د ځینو لویدیځو قدرتونو مرسته ده.
هغه زیاته کړه چې د صهیونیسټي رژیم هدف د غزې او لویدیځې غاړې د خلکو ایستل دي او په دې بحراني حالاتو کښې د نړۍ د ټولو هیوادونو دنده ده چې د فلسطینیانو له روا حقوقو په ملاتړ سره، د اسرائیلو د غاصب رژيم د نیواکګرۍ سره سیاستونو سره مقابله وکړي.