-
د حماس او د اسرائیلو ترمینځ د بندیانو د تبادلې خبرې سبا پیلیږي
Oct 05, 2025 07:39ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسرائیلو رسنیو راپور ورکړ چې د صهیونیسټ رژيم او د فلسطین د حماس غورځنګ د پلایو خبرې اترې سبا د مصر په «شرم الشیخ »ښار کښې ترسره کیږي.
-
له یمن څخه ویشتل شوي توغندي د بن ګوریون هوايي ډګر ګډوډ کړ
Oct 05, 2025 07:26ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسرائیلو پوځ وویل له یمن څخه یو توغندی ویشتل شوی او د څو چاودنو غږونه هم اوریدل شوي دي.
-
په سوریې کښې نن له بشار اسد وروسته لومړي انتخابات کیږي
Oct 05, 2025 07:10ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سوریې د ولسمشر بشار اسد د حکومت له نسکوریدا وروسته د دغه هیواد د پارلمان لومړي انتخابات نن د خلکو له نیغ په نیغه ګډون پرته ترسره کیږي.
-
اردوغان: حماس وښودله چې سوله غواړي
Oct 05, 2025 04:09پارس ټوډې - د ترکیې ولسمشر په خپلو خبرو کې د غزې په تړاو د امریکا د وړاندیز په هکله د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د وروستي دریځ په اړه هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې دا دریځ ښيي چې حماس د سولې لپاره چمتووالی لري.
-
د لوېدیځې آسیا هېوادونو ته د ایران صادرات زیات شوي دي
Oct 05, 2025 04:07پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د سوداګرۍ پراختیا سازمان د لوېدیځې اسیا دفتر مشر وویل: د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د سیمې یو شمېر هېوادونو لکه ترکیې، قطر، عمان او بحرین ته د ایران صادرات زیات شوي دي.
-
د حماس غړی: له فلسطیني دولت او پوځ جوړولو پرته بې وسلې کول ممکن نه دي
Oct 05, 2025 03:46پارس ټوډې - په لبنان کې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) ویاند ټینګار وکړ چې د دې غورځنګ بې وسلې کول له فلسطیني دولت او ملي پوځ جوړولو پرته ممکن نه دي.
-
د یمن انصارالله: د یمن وسله د حماس وسله ده
Oct 05, 2025 03:44پارس ټوډې - د یمن د انصارالله غورځنګ یوه لوړپوړي غړي د دې غورځنګ وسله د فلسطین د اسلامي مقاومت (حماس) غورځنګ وسله وبلله.
-
د لبنان د حزبالله مشر: مقاومت دوام لري؛ وسله نه پرېږدو
Oct 05, 2025 03:39پارس ټوډې - د حزبالله سیاسي شورا مرستیال مشر ټینګار وکړ چې حزبالله یو ملي مقاومت دی او خپله وسله به پرېنږدي.
-
قزاقستان له ایران سره د ګډو سوداګریزو پروژو د ترسره کولو هرکلی وکړ
Oct 05, 2025 03:36پارس ټوډې - په ایران کې د قزاقستان سفیر وویل: دا هېواد د اقتصادي همکاریو پراختیا، د ګډو کرنیزو او صنعتي پروژو پرمختګ او له ایران سره د سیاحت او نوي ټکنالوژۍ د ظرفیتونو کارولو هرکلی کوي.
-
د سټارباکس ترخه قهوه؛ د قهوې د امپراتورۍ له منځه تلل
Oct 04, 2025 07:41سټارباکس د قهوې پلورنځیو (Global Coffeehouse Chain) یوه نړیواله شبکه ده چې په ۱۹۷۱ کال کې د امریکا په سیاټل ښار کې تاسیس شوه. دا برنډ په پیل کې یوازې د قهوې یو کوچنی پلورنځی وو، خو د خپلو څانګو په پراخولو او د قهوې څښلو د نوې تجربې په معرفي کولو سره، په یوه نړیوال امپراتورۍ بدل شو.