یمن به د یوې سترې امنیتي بریا مخ کتنه وکړي
Nov 08, 2025 04:48 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو وویل چې د یمن د کورنیو چارو وزارت به نن د یوې سترې امنیتي بریا مخ کتنه وکړي.
د یمن د کورنیو چارو وزرات په یوې خبر پاڼه کښې وویل چې د صنعا په وخت به نن د مازیګر په څلور بجې یوه ستره امنیتي بریا په رسنیو کښې خپره کړي.
یمن په تیرو اونیو کښې توانیدلی دی چې په بریالیو استخباراتي عملیاتو سره په هیواد کښې د جاسوسۍ چینلونو ته سخت ګوزارونه ورکړي.
په همدې لړ کښې د یمن استخباراتي ادارو یوشمیر خارجي ښاریز چې د نړیوالو مرستندویه ارګانونو د کارکونکو په پوښښ کښې یې د امریکا او د صهیونیسټ رژیم لپاره جاسوسۍ کوله نیولي دي.
ټیګونه