-
له ټرمپ سره خبرې جوتې او معنادارې وې
Aug 17, 2025 02:36د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا له کرغیړن ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په الاسکا کې له لیدو او خبرو اترو وروسته ووئيل؛ دا خبرې جوتې او معنا لرونکې وې او مسکو ئې اړینو پریکړو ته نږدې کړ.
-
په کشمیر کې د فلسطین له خلکو سره بیا پیوستون اعلان شو
Aug 17, 2025 02:06پارس تودي - د هند په شمال کې د کشمیر په غرني ښار کارګیل کې زرګونو خلک سړکونو ته ووتل او د غزې تړانګې له مظلومو فلسطینیانو سره ئې خپل پیوستون اعلان کړ.
-
که امریکا اوصهیونیستټان بیاکومه تیروتنه وکړي،لاسخت ځواب به وویني
Aug 17, 2025 01:47پارس تودي - د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندانۍ د شنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې ، د ازادو او پتمنو بندیانو د بېرته ستنېدود کلیزې د لمانځلو ترڅنګ ټینګار وکړ چې یو ځل بیا جنایتکارې امریکا او وحشي صهیونیستي رژیم ته جدي خبرداری ورکوي چې که بیا کوم شیطاني عمل تکرار کړي، نو د تير وخت په پرتله به له سختو او پریکنده اقداماتو سره مخ شي.
-
لاریجاني: مونږ ه به تل د لبنان د ملي ګټو د تحقق لپاره هڅه وکړو
Aug 13, 2025 11:40د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د عالي شورا منشي په دې ټینګار سره چې موږ به تل د لبنان د ملي ګټو د تحقق لپاره هڅه وکړو، وویل: د لبنان د خلکو رنځ زموږ درد دی. مونږ به په ټولو شرایطو کې د لبنان د خلکو تر څنګ ودریږو.
-
د اسرائیلو رژیم د فلسطین پر غزې بشپړ کنټرول غواړي
Aug 08, 2025 01:45زمونږ خبریال راپور راکړی د اسرائيلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له 'فاکس نیوز' ټیلي ويژن سره په مرکه کې ویلي چې "موږ پر غزې د بشپړې ولکې تر لاسه کولو اراده لرو."
-
د یمن انصار الله غورځنګ د کشتیو په ځینو شرکتونو بندیزونه ولګول
Aug 08, 2025 01:34ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن انصار الله غورځنګ ته اړونده د انساني عملیاتو د غږملتیا مرکز(HOCC)وویل د کشتیو د څلورشپیتو شرکتونو پرضد یې چې د صهیونیسټ رژيم پرضد د اعمال شوي سمندري کلابندۍ د فیصلې خلاف ورزۍ یې کړي ده بایکاټونه لګولي دي.
-
ایران د مزارشریف د ترهګر جنایت د اړخونو د روښانه کیدا غوښتنه وکړه
Aug 08, 2025 00:54ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د د افغانستان په مزار شریف کښې د ایران په کنسولګرۍ باندې د برید د اوویشتمې کلیزې په مناسبت د یوې بیانیې په خپرولو سره د دغه ترهګر جنایت د اړخونو په روښانه کولو او د هغه د عاملانو او د حکم ورکونکو په پيژندلو ټینګار وکړ.
-
امریکا او صهیونیسټ رژیم د مقاومت د جبهې د کمزوري کولو هڅه کوي
Aug 08, 2025 00:35ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي سلاکار علي اکبر ولایتي د عراق له پخواني لومړي وزیر نوري المالکي سره په ټيلي فوني تماس کښې د سیمې د بدلونونو او د مقاومت له جبهې په ملاتړ باندې د ټینګار په هکله خبرې وکړې.
-
په غزې کښې د ملکي وګړو په منظم ډول د له مینځه تلو کتونکي یوو
Aug 08, 2025 00:20ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د اسلامي ملګرتیا موسسې عمومي منشي او د ترکیې او د عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو ته په لیکونو کښې د اسلامي ملګرتیا موسسې
-
ټرمپ پر هند له روسیې د تېلو اخیستلو له کبله د تعرفې کچه ۵۰ سلنه ته لوړه کړه
Aug 07, 2025 02:44زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر هند له روسیې د تېلو پېرلو له کبله پر هندي توکو د ۵۰ سلنه تعرفې لګولو امر کړی دی.