په تلابیب کې د موټر چاودنه رامنځته شوې
Aug 30, 2025 17:29 Asia/Kabul
پارس ټوډې - د عبري رسنیو د راپور له مخې، د شنبې په ورځ په تلابیب ښار کې د یوه موټر د چاودنې له امله لږ تر لږه درې صهیونیسټان ټپیان شوي دي.
د عبري رسنیو په حواله، د صهیونیسټي رژیم پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې پېښې په اړه لومړنی راپور ترلاسه کړی او امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته لېږل شوي دي. تر اوسه د چاودنې د لامل او د ټپیانو د هویت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
ټیګونه