د الحشد الشعبي ځواک ساتنه د ټول عراقي ولس غوښتنه ده
https://parstoday.ir/ps/news/event-i164018-د_الحشد_الشعبي_ځواک_ساتنه_د_ټول_عراقي_ولس_غوښتنه_ده
داعشي تکفیریان د عراق لپاره تر ټولو لويه او سخته ننګونه وه، چې موخه ئې په ټول عراق کې مذهبي جګړه رامنځته کول وو.
(last modified 2025-08-31T20:57:30+00:00 )
Sep 01, 2025 01:22 Asia/Kabul
  • د الحشد الشعبي ځواک ساتنه د ټول عراقي ولس غوښتنه ده

داعشي تکفیریان د عراق لپاره تر ټولو لويه او سخته ننګونه وه، چې موخه ئې په ټول عراق کې مذهبي جګړه رامنځته کول وو.

 د عراق د عصائب اهل الحق غورځنګ  عمومی منشي  شیخ قیس الخزعلي په خپلو څرګندونو کې ټینګار وکړ چې د  الحشد الشعبي (عوامي بسیجي ځواک ) شتون د ټول  عراقي ولس غوښتنه ده.

زمونږخبریال د ایکنانیوز  له قوله لیکلي دي ، الخزعلي  په یولړ څرګندونو کې وویل: د حشد الشعبي  ځواک د ادغام موضوع لومړی ځل د بریتانیې سفیر له خوا راپورته شوه.

هغه زیاته کړه: کله چې مونږ د امریکائي پوځیانو د وتلو غوښتنه کوو، نو دوي وائي چې داعش لا هم شته، خو کله چې دوي د حشد الشعبي د ړنګولو غوښتنه کوي، ادعا کوي چې داعش کمزوری شوی او د حشد الشعبي  ځواک شتون ته اړتیا نشته.

الخزعلي زیاته کړه: داعشي تکفیریان د عراق لپاره تر ټولو لويه او سخته ننګونه وه، چې موخه ئې په ټول عراق کې مذهبي جګړه رامنځته کول وو.

هغه وویل: د عسکریین حرمین  بمبارول  د عراق د سوځولو لپاره د یوې لوئې دسیسې  په توګه وو. سره له دې چې دا یوه لویه غمیزه وه، د الهي ارادې، دیني مرجعیت شتون او د ولس د بیدارۍ له امله دا پېښه رامنځته نه شوه او ستره دسیسه شنډه شوه.

د عراق  ولسی بسیجي ځواک  (الحشد الشعبی )د عراق د پوځي ځواکونو یوه برخه ده او د دغه  هیواد د وسله‌والو ځواکونو د عمومي قوماندان تر قوماندې لاندې ده.

دا  ځواک  وروسته له دې  جوړ شو چې د عراق ستر دینی مرجع آیت‌الله «سید علي سیستاني» د داعش تکفیري - ترهګرې ډلې له خوا د عراق پر پراخو سیمو له تسلط وروسته د جهاد کفائي فتوا صادره کړه، او دغه غورځنګ  د داعش ترهګرو له شره د عراق د خلاصولو په برخې کې مهم رول ولوباوه.