-
د فلسطین د خلکو قدرت دنیا حیرانه کړي ده
Nov 25, 2023 07:27ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د مشر ځای ناستي برید جنرال علي فدوي په دې خبرې سره چې کاڼي په تیرو وختونو کښې د فلسطینیانو یوازنی وسله وه ډاګینه کړه نن سبا فلسطینیان په داسې اوزارونو او قدرت سمبال شوي دي چې د دنیا ټول قدرتونه یې حیرانه کړي دي.
-
ایران دوه نوي توغندي جوړ کړي دي
Nov 25, 2023 11:57زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قومندان «امیر البحر علیرضا سنګسري» له کروز توغندیو او بې پایلوټه الوتکو سره د مقابلې لپاره په ایران کښې له هوا څخه ځمکې ته د دوو ویشتونکو توغندیو د جوړولو خبر ورکړ.
-
د اسرائیلو رژیم ملاتړي دې باید محاکمه شي
Nov 25, 2023 08:05ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت کمیسیون مشر «وحید جلال زاده» د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو په هکله د ځینو هیوادونو د مشرانو په چوپتیا باندې نیوکې سره وویل د اسرائیلو رژیم ملاتړي باید د بشري حقوقو تر پښو لاندې کولو لپاره په نړیوالو محکمو کښې محاکمه شي.
-
د دوه اړخیزو اړیکو د پياوړتیا په موخه په مالټا کې د ایران د سفیر لیدنې
Nov 25, 2023 03:48په مالټا هېواد کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر د دغه هېواد د پارلمان او پوهنتون له رئیسانو سره په کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په موخه خبرې اترې کړي.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه چې په سیمه کې امنیت او ثبات رامنځته شي
Nov 25, 2023 02:40د ایران د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه؛ چې په غزې تړانګه کې د اوربند په ټینګیدو او د فلسطیني ښځو او ماشومانو په ازادولو او د بندیانو په تبادله سره به په سیمه کې ثبات او امنیت ټینګ شي.
-
د ایران ولسمشر د وزن پورته کولو ملي لوبډلې ته د ځوانانو د نړیوال جام د ګټلو مبارکي ورکړه
Nov 25, 2023 02:28د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر په مکسیکو کې د ۲۰۲۳ کال د ځوانانو په نړیوالو سیالیو کې؛ د ایران د وزن پورته کولو د ټیم د بریا له امله د ایران ملت او د دغه هېواد لوبغاړو ته مبارکي ورکړه.
-
له صهیونیسټي رژیم د امریکا ملاتړ په غزه کې د جګړې د دوام لامل شو
Nov 24, 2023 11:18د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: که له اسرائیلي رژيم د امریکا ملاتړ نه وای، دغه جعلي رژیم نشو کولای چې د فلسطین له اسلامي مقاومت ډلې (حماس) سره جګړې ته دوام ورکړي.
-
اسرائیل د جولا کور او ټول لوېدیځ قدرتونه د واورو جوړ سړي دي
Nov 24, 2023 14:20په تهران کې د جمعې د لمانځه خطیب وویل: نه یوازې صهیونیسټي رژیم د جولا کور دی، بلکې ټول قدرتونه د واورو جوړ سړي دي.
-
د ایران د اسلامي جمهوریت په تړاو د اروپايي پارلمان وروستي پریکړه لیک ته د ایران غبرګون
Nov 24, 2023 10:22د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د اسلامي جمهوریت په تړاو د اروپايي پارلمان په وروستي پریکړه لیک کې موجود احکام د ایران پر وړاندې د ځینو اروپایي سیاستونو د تخریبي چلند نتیجه وبلله او هغه یې وغندلو.
-
د الاقصی طوفان عملیاتو پایلو نړۍ ولړزوله
Nov 24, 2023 09:53د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره په کتنه کې وویل: د الاقصی طوفان عملیاتو پایلو ټوله نړۍ ولړزوله.