د اسرائیلو رژیم ملاتړي دې باید محاکمه شي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت کمیسیون مشر «وحید جلال زاده» د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو په هکله د ځینو هیوادونو د مشرانو په چوپتیا باندې نیوکې سره وویل د اسرائیلو رژیم ملاتړي باید د بشري حقوقو تر پښو لاندې کولو لپاره په نړیوالو محکمو کښې محاکمه شي.
هغه وویل د غزې تړانګې د ناوړه پیښو په وخت او هغه وخت چې د صهیونیسټ د ماشومانو د وژونکي رژیم په لاس د سړیو ، د ښځو او د ماشومانو په شمول د فلسطین د بې ګناه شهیدانو شمیر څه د پاسه پینځلس زره تنو ته ورسید د اروپا د پارلمان په شمول په اروپا کښې په ځینو مسوولو ارګانونو باندې مرګوني چوپتیا واکمنه ده.
جلال زاده د صهیونیسټ رژیم لخوا د غزې د خلکو له بې رحمانه وژلې د اروپا د پارلمان د ځینو غړیو دفاع ته په اشارې سره وویل د اروپا د پارلمان ځینو غړیو له توپیر څخه ډک او بد چلند نندرې ته وړاندې کړ او تر دې حده مخ ته تللي دي چې په غزې تړانګې کښې د زرګونو بې ګناه او د ملکي وګړو له غم څخه په ډکو وژلو باندې د خواشینۍ له څرګندولو ډډه کوي.