-
د حضرت امام رضا (ع) د شهادت د کلیزې تسلیت ومنئ
Sep 16, 2023 02:12درست اسلامی ایران د حضرت امام رضا ع د شهادت د کلیزې په مناسبت په ویر او ماتم کې ډوب دې .
-
امیرعبداللهیان :اروپا خپلو ژمنو ته پایبنده نده
Sep 16, 2023 02:56د اسلامي ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان له ایرنا سره په خبرو کې وویل درې اروپایی هیوادونه په دې پسې دي چی د کاذبو دباونو په اعمالولو سره مخ په وړاندی وتښتي ، ټاکل شوی وه هغه وخت کی ټرامپ له برجامه ووته اروپایان په خپلو ژمنو ودریږي خو هغو له وخت سره لوبه وکړه او یو ګام یې هم خپلو وعدو په لور پورته نکړ .
-
د برجام په اړه د اروپايي ټروئیکا لخوا د ژمنې نوې سرغړونه
Sep 15, 2023 13:12د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بوریل په یوه بیانیه کې چې د پنجشنبې په شپه د اروپایي ټولنې په ویب پاڼه کې خپره شوه، اعلان وکړ چې درې اروپایي هېوادونه، بریتانیا، فرانسې او جرمني، هغه ته په یوه لیک کې د همغږي کوونکي په توګه اعلان کړی، چې د ایران پر وړاندې د توغندیو بندیزونه، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۱۸مه نېټه د برجام د هوکړې له مخې باید لیري شي، نه لیري کوي.
-
دښمنانو ته د کوچنۍ تېروتنې اجازه نه ورکوو
Sep 15, 2023 11:59د ایران د اسلامي جمهوریت د ځمکنیو ځواکونو قومندان وايي، چې د دښمنانو د دسیسو پر وړاندې په پوره قوت سره ولاړ یو او دښمنانو ته د کوچنۍ تېروتنې اجازه نه ورکوو.
-
دښمن د ملي یووالي د خرابولو او د هېواد د امنیت د کمزوري کولو په لټه کې دی
Sep 15, 2023 11:31په تهران کې د جمعې د لمانځه خطیب آیت الله سید احمد خاتمي د سیستان او بلوچستان او سویلي خراسان له خلکو سره په کتنه کې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر څرګندونو ته په اشارې سره وویل: د انقلاب د معظم رهبر د څرګندونو یو مهم ټکی او شاخص، د دښمن له خوا د ملي وحدت د له منځه وړلو او د هېواد د امنیت د کمزوري کولو لپاره د دوی پر هڅې ټینګار دی.
-
د ایران او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ ټلیفوني خبرې
Sep 15, 2023 03:04د ایران د بهرنیو چارو وزیر د قطر لومړي او بهرنیو چارو وزیر سره په بېلا بېلو موضوعاتو تلیفونی خبرې وکړې.
-
امیر عبداللهیان له تاشکند سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ
Sep 15, 2023 02:44د ایران د بهرنیو چارو وزیر له تاشکند سره د دوستانه اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ.
-
د موساد د مشر له څرګندونو وروسته صهیونیستي رژیم ته د ایران خبرداری
Sep 15, 2023 01:32په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر د اسرائیلو د څارګرې ادارې (موساد) د مشر له سختو څرګندونو وروسته خبرداری ورکړ چې د ایران اسلامی جمهوریت به د خپلو ملی ګټو د دفاع او همداشان د ایران د خلکو د ملاتړ لپاره له خپلو میراثي او مشروع حقوقو څخه په استفادې سره دریغ ونکړی.
-
د رسول اکرم (ص) د رحلت او د امام حسن (ع) د شهادت د کلیزې په مناسبت تسلیت ومنئ
Sep 14, 2023 02:32اسلامي ایران د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد (ص) او د نړۍ د اهل تشیع د دویم امام، حضرت امام حسن مجتبی (ع) د شهادت په مناسبت په ماتم کې ډوب دی.
-
ایران ثابته کړی ده چی د عراق د سختو ورځو ملګری دی
Sep 14, 2023 12:00ښاغلی رییسي د عراق له خارجه وزیر فواد حسین سره په کتنه کې د امام حسین ع له زایرینو د عراق د ملت او دولت له کریمانه کوربتوب او د حسیني اربعین د دستورو د پرتمین ترسره کولو د قدرونې په ترڅ کې د عراق د دولت د وزارتونو، پوله ساتو ځواکونو او حشد الشعبی ملګرتیا او همداراز د عراق ولس او موکب لرونکیو همت د دغو دستورو په پرتمین ډول ترسره کولو کې مهم او اغیزمن وباله .